روانه جګړه او تړلې سوله

سرليکنه
په افغانستان کې روانې جګړې او تړلې سولې يواځې د افغانانو نه، بلکې د افغانستان د ګاونډيانواو د سيمې د هېوادونو هم اندېښنې زياتې کړې دي چې څرنګه د زيات شمېر هېوادونو له هڅو سره سره په افغانستان کې جګړه ورځ په ورځ مخ په وړاندې ځي او د سولې ټولې دروازې تړلې دي؟
اشرف غني، چې دمخه یې د سولې په اړه کله کله يو غږ پورته کاوه، اوس د ټرمپ لخوا د طالب مشرانو سره له خبرو تر انکار وروسته د سولې په اړه خوله ګڼدلې ده – هغه چې د حکومت په لومړيو کې یې د سولې په نامه د عربي اماراتو سفر وکړ، بيا یې د سولې نوم هم نه دی اخیستی. له دې دا څرګندېږي چې اشرف غني امريکا په افغانستان کې د حکومت د جمهور رئيس په توګه نه، بلکې د خپل يوه وياند په توګه ټاکلی دی څو د سپينې ماڼۍ هره وينا څو ورځې وروسته تکرار کړي.
که اشرف غني لږ څه ژور فکر وکړي او د امريکا سياست په غور مطالعه کړي، پخپله به ورته احساس وشي چې امريکايي چارواکو نه يواځې دا چې د جګړې په دوام یې په افغانستان کې د سولې مخه نيولې ده، بلکې هغه هېوادونه چې په افغانستان کې سوله غواړي، د هغوی په وړاندې د افغان ولس ذهنونه هم بدلوي.
امريکا چې د افغانستان لپاره يواځې د جګړې پاليسي خپله کړې ده، د سولې په اړه د هر چا قدم په توره وهي. خو ځینې وخت د جګړې د دوام په هېله د سولې نوم هم د شونډو پر سر اخلي.
ټرمپ له طالب مشرانو سره له خبرو کولو انکار وکړ، خو د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال، جان سیلوان، بيا وايي چې پاکستان کولاى شي طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي.
که اشرف غني له امريکايي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه ورته نظر ښوولو ته دوام ورکړي، هيڅکله به په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسېږي؛ په افغانستان کې به همدا امريکايي پوځونه مېشت وي او يواځې به په ارګ کې د امريکا په اشارو څېرې بدلېږي. خو دا لوبه امريکا تل روانه نشي ساتلاى.
دا اوس هم افغان ولس د امريکا د جګړه ييزې پاليسۍ له امله يوځل بيا له خپل هېوداه کډو کولو ته اړ دی، ځوانانو یې بيا د اروپايي هېوادونو لاره ونيوه او پانګه والو یې په افغانستان کې له پانګونو لاسونه راونغاړل.
امريکا تل په افغانستان کې د جګړې د دوام او د سولې د تړلو پاليسي خپله کړ ده. ټول نظاميان ېې په دې اند دي چې په افغانستان کې به د جګړې په دوام برلاسۍ ته ورسېږي. اما، په تېرو ١٧ کلونو جګړو کېپه افغانستان کې تر يو لک د زياتو بهرنيو پوځونو موجوديت او ناکامۍ وښوده چې د افغانستان مسئله په جګړو نه، بلکې د سولې له ليارې حل کېږي؛ دا به امريکايي چارواکو ته هغه وخت ثابته شي چې ټول افغان ولس د امريکا او په افغانستان کې د کښېنول شویو څيرو پر خلاف په پراخ پاڅون لاس پورې کړي.
امريکا هيڅ وخت د جګړې په دوام او د سولېد تړلو په پاليسۍ کاميابي نشي ترلاسه کولاى، خو اندېښنه دا ده چې افغانان ولس به د بې رحمو او ړندو بمباريو په اورونو کې وسوځوي .



