لیکنه عبدالله عزام
د ولسمشر اشرف غني ټول تاریخ له چيلنجونو ډک تاریخ دی، ټول په دې اند دي چې غني له اسلام او دین څخه ناخبره انسان دی، نو ځکه ورته هرڅوک د اسلام په اړه چيلنجونه ورکوي.
تر دې چې د عطاء نورغوندې يو ټوپکمار هم ورته د الم ترکیف سورت چېلنج ورکړ او ويې ويل: که اشرف غني فقط الم ترکیف سورت راته تېر کړ، دعاء قنوت خو لا لرې خبره ده، نو زه به ورته د بلخ د والي مقام څوکۍ پرېږدم!.
خو زه په دې اند یم چې الم ترکیف سورت خو لا پرېږده غني ته خو تر اوسه خپله پښتو يعنې مورنۍ ژبه هم لا سمه نه ده زده او د افغانستان ټول مسلمان ولس په دې پوهېږي چې نوموړی له اسلام څخه یو لرې پاتې، ناخبره او ناپوه انسان دی، ځکه تل د دیني معلوماتو اړوند موضوع ګانو کې تیروتنه کوي.
نوموړي د ولسمشرۍ د تحلیف پر مهال په خپلې لومړۍ وینا کې د اسلام لومړي خلیفه حضرت ابو بکر الصدیق له نامه سره د (رضي الله عنه) جمله په ډېر لکنت تلفظ کړای شوه چې له اسلامي معلوماتو او نصوصو سره د نوموړي نابلدتیا ښيي.
په ۲۰۱۴م کال کې يې په تاجکستان کې د محصلینو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: «هغه کتاب چې له نبوي احادیثو څخه وروسته ډېر اهمیت لري، بخاري شریف دی». حال دا چې بخاري شریف د رسول الله صلی الله علیه د احادیثو تر ټولو معتبر او له قرآن کریم وروسته تر ټولو صحیح کتاب بلل کیږي.
نوموړی همدا رنګه په اسلام کې د لومړۍ شهیدې ميرمنې حضرت سمیه بنت خیاط (رضي الله عنها) په نامه کې هم تېروتی و ، چې نوموړې یې «بي بي نسیمه» بللې وه.
د ۲۰۱۵م کال په يوه غونډه کې ولسمشر اشرف غني د ولس او حکومت ترمینځ د اړیکو په اهمیت غږېد، چې د خپلې وینا په ترڅ کې یې زیاته کړه: «سعدي علیه السلام او رحمان بابا وايي چې حکومت لکه ونه غوندې ده، اما ولس ریښه ده، که ریښه قوي نه وي، ونه هرڅومره اوچته وي خرابیږي».
سعدي شیرازي د مغولو امپراتورۍ په زمانه کې د پخواني فارس په شیراز سیمه کې زیږیدلی چې د خپل وخت مشهور صوفي شاعر و. خو د ولسمشر اشرف غني له څرګندونو داسې ښکاري چې نوموړی یې د پیغمبرانو او یا لږ تر لږه د صحابه وو له ډلې څخه بولي.
په کابل کې مېشت ديني عالم، مولانا عبد الصبور د نوموړي د دغې تېروتنې په اړه، هغه مهال په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي وه: «دا بیچاره به دا ګڼي چې سعدي (رح) خلک ډیر یادوي نو کيدای شي چې کوم پیغمبر وي، زمونږ د ولسمشر چې دا حال وي نو الله (ج) دې افغانستان او اسلام ته خیر پېښ کړي».
همدا ډول يې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۲۴مه د شیعه ګانو د عاشورا په غونډه کې حضرت حسین (رضي الله عنه) د «خدای لمسی» وباله. خو په خواله رسنیو کې د سختو نیوکو وروسته یې د دې سترې لفظي اشتباه له امله د یوې اعلامیې په خپرولو سره بښنه وغوښته.
لنډه دا چې پیښې د پوهانو کوي خو له حده زیات ناپوه او بې علمه دی، تر دې چې کله ناکله د شعراؤ پیښې هم کوي، اشعار وايي. هغه شاعری خو یې ټولو ته بهتره معلومه ده چې څنګه اشعار یې ویلي دي.
خو ای دارګ خیاطانو!!! تاسو به تر کله ورته دا د شرم ډک پرتګونه ګنډئ، یو شرم خو يې نه دی چې تاسو به د خلکو سترګو ته خاورې ور وشندی او خلک به په درواغو تېر باسئ. د دې پرځای چې تاسو د حق د لارې لارویانو پسې بې ځایه خبرې او نیوکې وکړئ، نو دا به درته ښه وي چې تاسو غنی ته یو څه ورزده کړئ.
په دې خو هر څوک پوهېږي چې اشرف غني د یو مسلمان مؤمن په اسلام مين او با عزت او با شرافت ولس ترجماني او مشري نه شي کولی، غني د امریکا له خوا د افغانستان پر ولس ورتپل شوې ولسمشر دی.
ګرانو لوستونکو! په مذهبي او دیني الفاظو او مفاهمو کې د ولسمشر مکرره اشتباه د نوموړي مذهبي او عقیدوي څرنګوالی هم تر کلکې پوښتنې لاندې راولي. د افغانستان علماوو ټولنې رئیس مولانا عبد الصبور څو کاله وړاندې ويلي وه چې د یو مسلمان امت د ولسمشر په حیث باید د اشرف غني دیني معلومات تر ډېره حده بشپړ وي.
نوموړی زیاتوي: «له بده مرغه چې ولسمشر د لمانځه د امامت کولو جوګه هم نه دی، هغه امامت چې ورته وړوکی (صغرا) امامت وايي، خو قبضه يې بیا په ستر (کبرا) امامت کړېده».
په لومړۍ کلونو کې به ټول خلک په دې موضوع غږېدل چې دنړۍ دویم مفکر د افغانستان لپاره د امريکې له خوا څخه ټاکل شوی مشر دی، او خلک په دې اند ول چې زه ګوندې افغانستان به لږ ترقي وکړي ځکه چې د نړۍ دویم مفکر یې مشر شوی. خو اوس چې چاته د مفکر باره کې خبره وکړې چې د نړۍ دویم مفکر خو په ریښتا چې مفکر دی نو داسی ځان سره مسکی او په خندا شي. ای درباري ملایانو ! اوس خو مو هسې نه هم اوازه اچولی چې غني د نړۍ دویم مفکر دی دا خو به د غني په څېر خلک درسره څه ناڅه ومني، خو اوس یو څه ور زده کړئ ترڅو به یې په داسي ګډو وډو سر وي.
زه فکر کوم چې تاسو د ارګ خیاطان او درباري ملایان به هم له ډیرې خياطۍ او دربارۍ څخه نور ستړي شوي یاست !

















