م، نجم الرحمن فضلي
خبره په دې کې نده چې افغانستان کوم هيواد او افغانان څوک دي، که يو څوک اوس هم افغانستان او افغانان نه پيژني هغه د ساه کښو له کتاره وتلي
خبره دا ده چې د دغه دوه سري خدای خبر که د پنځوس سري حکومت په راتلو سره هغه څه آورو چې هم يې له خندا مړه کړو او هم يې له خفګانه نه خلاصيږو
خندا خو ځکه له اختياره وتلې چې په يوه کس پسې ټوله دنيا خښه ده چې سياست پوه دی، اقتصاد پوه دی، د اوباما استاذ دی، ډاکټر دی، فلانی دی فلانی دی، خو يو بل کس ورته پيدا شو داسې نابلده يې ورته وکړه چې د همدغه لغړ سري ماغزه يې په مونږ وليدل
عطا نور د خپلې استعفاء لپاره شرط کيښود د ده په خبره که د افغانستان ولسمشر ورته الم ترکيف سورت تير کړي استعفاء به ورکړي، دا چې عطا نور والي دی ضروري ده چې د دغه لغړ سري له هر څه به خبر وي، چې د الم ترکيف ويلو شرط پرې لګوي معلومه خبره ده چې عطا نور په دې ډاډه ده چې نه يې شي ويلی
ښه چې د افغانستان په څير د يو مسلمان، له غزاګانو، جهادونو، ميړنيو، شاه زلميو، ننګياليو، ډک د ابدالي، غزنوي، ميرويس نيکه اوسني ملا عمر ټاټوبی داسې ولسمشر لري چې د الم ترکيف پر ويلو قدرت نلري آيا دا د خندا وړ نده؟
خفګان دا ده چې د دغه لغړ سري هر څه به د افغانستان تاريخ وليکي، که يې سبا څوک مونږ ته يادوي مونږ به يې په ځواب کې څه ووايو، مجبور يو چې چوپ او غلي به ورته ناست يو
اشرف غني د افغانستان په سپين تاريخ داغ لګوونکی دی، او د همدې لپاره راوستل شوی، هغه څوک چې د افغانستان تاريخ ته يې سترګې نه غړيږي ترڅو د ده په واسطه د افغانستان تاريخ د ده په عيسوي او غربي کړنو وداغي، او په اينده کې افغانان له دې بې شرمي سره مخامخ کړي چې تاسو خو يو وخت داسې ولسمشر هم درلود چې د الم ترکيف په ويلو يې قدرت نه درلود.
د امريکايي يرغل له پيله تر اوسه مو ډير څه وليدل، سپنتاوې او نور مو وليدل، خو هغوی دومره پک نه وو چې ماغزه يې ښکاره شي، دغه بيچاره خو کله وايي حسنين د خدای لمسيان دي، کله وايي د باران لپاره تهجد پکار ده، کله په دعا کې غوږونو ته لاسونه پورته کوي
هغو افغانانو ته کوم چې ورته اقتصاد پوه وايي، سياست پوه ورته وايي هغو ته دې مبارک وي چې نور هر څنګه پرتوګ ورته کوي هغه د دوی خوښه

















