هلمند: طالبانو په نهرسراج کې مهمه پوسته نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۰ فرید افغان)

راپورونه وایي چې طالبانو د دې ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند د یخچال په سیمه کي یوه پوسته نیولې او ګڼو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو د خبر د پخلي سربیره ویلي چې په نیول شوې پوسته کې د ۴ عسکرو جسدونه اوس هم پاتې دي.
طالبانو همداراز د عسکرو څخه د ګڼو وسلو د نیولو ادعا هم کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو ۳ ورځو کې طالبانو ددې ولایت په مختلفو نقاطو کې ۸ پوستې نیولې او ګڼو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د یو بل خبر ترمخه؛ طالبانو ادعا کړې چې په مخامخ نښتو کې یې ۸ عسکر په بیلابیلو سیموکې وژلي دي.
چې له مخې یې دګرشک اوپاشک سیمه کي۳ امنیتي ځواکونه، همداراز دحاجي اقبال له پمپ سره ۳ عسکر اود لشکرګاه په بشران سیمه کي۲ تنه عسکر په لیزري توپکونو ویشتلي او ځای پرځای یې وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومتي چارواکو ویلي چې د امریکایي ځواکونو په مرسته او رهبري یې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او هڅه کوي نیول شوې سیمې ترې بیرته ونیسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button