کابل تکی کام قدرت الله حسین
سوريه: روسي او دولتي الوتکو ۷۰ تنه ملکيان وژلي
سوريه کې د روسي او دولتي الوتکو په تازه بمباريو کې له ۷۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپيان دي.
د دمشق په څنډو کې د روسي الوتکو په بمبار کې د وژل شويو ولسي وګړو شمېر له ۴۰ اوښتی، بل لور ته د حمص، حلب، حماة او درعا په شاوخوا کې هم لسګونه کسان وژل شوي دي.
د سوريې فعالانو ويلي دي، چې په کفر بطنا، سقبا، عربين او جسرين ښارګوټو کې پر هستوګنځايونو او تجارتي مرکزونو د روسيې بمباريو ۴۰ کسان له منځه وړي.
همدا راز د حمص صمال لور ته په تلبيسه ښار د روسيې بمبار ۱۱ تنه ملکيان وژلي او ۱۰ نور ټپيان دي.
ځايي سرچينې وايي، چې د دغو بمباريو ډېری قربانيان مېرمنې او کوچنيان دي.
سرچينې زياتوي، يادې سیمې يو وار بيا هغه مهال په توغنديو وويشتل شوې، چې له بمبارۍ وروسته د ژغورنې ډلو د خلکو د مرستې هڅه کوله.
د سوريې پوځ او روسي الوتکې هڅه کوي يادې سيمې له مخالفينو ونيسي، خو له بيا بيا هڅو او ناکامۍ وروسته يې هلته بې درېغه بمبارۍ پيل کړې دي.
د خبري رسنيو له راپورونو سره سم روسيه لا هم هغه موټران په نښه کوي، چې د سوريې د خلکو د مرستې لپاره خوراکي او نور اړين توکي لېږدوي.
روسيه په داسې حال کې هره ورځ د سوريې لسګونه ولسي خلک وژني، چې له ترهګرۍ سره په جګړه کې په لومړۍ کرښه کې د جنګېدو دعوه کوي.


















