کابل تکی کام قدرت الله حسین
«CIA افغانستان کې پټه جګړه پر مخ وړي»
خبري رسنيو ليکلي دي، چې د امريکا استخباراتي اداره يا CIA افغانستان کې پټه جګړه پر مخ وړي.
راپورونه وایي، امريکايانو د دغې جګړې د پر مخ بېولو او خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره هغه خلک ګمارلي، چې د دوی په ولکه کې وي او د دولت زور پرې نه رسي.
«ټاس» خبري اژانس د واشنګټن پوسټ د يوه راپور له مخې ليکلي دی، چېCIA په افغانستان کې يوه پټه جګړه پيل کړې ده، چې له مخې يې پوځي دندې ترسره کوي او خپلو پټو موخو ته ځان رسوي.
د CIA په اړه مشهوره ده، چې د نړۍ په نږدې ټولو هېوادو کې د خپلو ډېرو لږو جاسوسانو په مرسته سترې ګډوډۍ جوړوي، خلک په خپلو کې په جګړه اخته کوي او هغه نظامونه له منځه وړي، چې د دوی خوښ نه وي.
سرچينې ليکلي دي، CIA دغه ځواکونه د افغانستان په سويل او سويل ختيځ ولايتو کې د خپلو مخالفینو پر ضد کاروي، راپور په ځانګړي ډول د حقاني شبکې پر ضد د CIA هڅو ته اشاره کړې ده.
په راپور کې ويل شوي، که د يادې ادارې دغه ځواکونه خوست کې نه وای، دا ولايت به اوس د حقاني شبکې په ولکه کې و.
امريکا په افغانستان کې ګڼ داسې جنګ سالاران په خپل لاس کې نيولي، چې په هيڅ نه دي ايسار او د پيسو او وسلو د ترلاسه کولو په بدل کې هر څه ته تيار دی.
ډېری سياسي شنونکي په دې اند دي، چې په هېواد کې نږدې ټولې هغه خونړۍ پېښې چې په يو وار په کې سلګونه بې ګناه ملکيان وژل کېږي، د استخباراتي ادارو په پلان د خپلو ځايي قرارداديانو په وسيله ترسره کېږي، چې CIA شايد تر بل هر چا ډېره ونډه په کې ولري.
هېره دې نه وي، چې امريکا که څه هم د ۲۰۱۴ز کال پاي د خپل جګړه ييز ماموريت پای بولي، خو لا هم په ښکاره او پټه په افغانستان کې جګړه پر مخ وړي.

















