(کابل ټکی کام : شنبه، ليندۍ ۱۴ مه ۱۳۹۴ ل)
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر سید محمد طیب آغا د ايميل له لارې کابل ټکي کام ته ويلي دي، چې زه نه فیسبوک، نه ټويټر او نه بل ټولنیز پرلیکه اکونټ لرم .
دغه راز ښاغلي طیب آغا ويلي دي چې په دې وروستیو کې د ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه د فیسبوک او ټویټر د پاڼو له لارې زما (سید محمد طیب آغا) په نوم اکونټونه جوړ شوي او د اړوندو موضوعاتو په اړه څرګندونې کوي.
زه (محمد طیب آغا) دا ډول خپاره شوي موضوعات او اکونټونه بې اساسه بولم، نه په فیسبوک، نه په ټویټر او نه هم په نورو ټولنیز پرلیکه وېبپاڼو کې شخصي اکونټ لرم او په دې برخه کې هر راز بې اساسه او بې مسؤولیته څرګندونې په کلکه ردوم.
دا ډول کړنې او غیر مسؤولانه څرګندونې په هېواد کې د ننه او له هېواده بهر د ځینو مغرضو او استخباراتي کړیو کار بولم، چې هدف یې خپلو ناسمو موخو ته تبلیغ کول دي.
که اړتیا ووینم د روان سیاسي وضعیت په اړه خپل نظر څرګند کړم، د پخوا په څېر په بشپړ وضاحت او روڼتیا يې د رسنیو له لارې له ملګرو او هېوادوالو سره شریکوم.


















