
مسلمانانو ټولنه کې د عفت مسخره
لیکوال”شبیر احمد”عثمانی”
د عزت سپکاوی او بې حيايۍ ته کمپاين کول خورا لوی او سنګين اخلاقي جرم ګڼل کيږي، هېڅ فرد حق نه لري چې له کره والي وړاندي د چا په هکله آن سپک توری وکاروي، کوم څوک چې ورته کړنه ترسره کوي، هېڅ وخت ښه پايله نشي ترلاسه کوای…
د دا ډول خلکو په اړه قران شريف د [سُوۡرَةُ النُّور : 19] يت کې موږ ته لارښوونه کوي…
إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفٰحِشَةُ فِى الَّذِينَ ءَامَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِى الدُّنْيَا وَالْءَاخِرَةِ ۚ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
ژباړه: په یقیني توګه، كوم كسان چيې د مؤمنانو په ډله کښي د بد لمنۍ خپرول خوښ ګڼي، هغوى په دُنيا او اخرت کښي د دردناك عذاب وړ دي. الله پوهیږي او تاسي نه پوهېږئ.
د بې حيايۍ د ترويج مخ ته تر ټول محکم خنډ له بې حيايۍ خپرولو سکوت دی، ترڅو چې بې حيا کړنه ګونګه پاتې او خپره نشي هغومره به حيا ښکلا پنځوي، ځکه چې د بې حيايۍ شهرت دا ستر جرم سپک ښيي چې په اړه یې فکرونه سرسري فکر او چلن ته اړ کيږي.
بي بي سي پښتو د پخوا په څېر يو ځل بيا په پوره بې باکۍ د اسلامي شعايرو مسخره کولو ترڅنګ اسلام او مسلمان پر بې حيايۍ تورنوي، هغه هم د بدنام، فاحش او فاسق له قوله چې د خبر په نقل کې يې موږ پر پوره پلټنې مامور يو…
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِن جَآءَكُمْ فَاسِقٌۢ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوٓا أَن تُصِيبُوا قَوْمًۢا بِجَهٰلَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلٰى مَا فَعَلْتُمْ نٰدِمِينَ. سورة الحجرات ۶
ژباړه:اې مؤمنانو! كه كوم فاسق تاسي ته له كوم خبر سره راشي، نو تاسي (د خبر په اړه) پلټنه او تحقیق وکړئ، هسي نه چيې کوميې ډلې ته په ناپوهۍ سره ضرر ورسوئ او بيا پخپلو کړو پښېمانه شئ.
موږ د بي بي سي دا او دې ته ورته کړنې په سختو ټکو غندو، بايد بښنه وغواړي او راتلونکي کې له ورته کړنو لاس پرسر شي. له خدای جل جلاله څخه ورته د دهدايت سوال کوو



