ليکوال: عبدالله منيب
که څه هم دڅو ورځونه راپديخوا په خواله رسنيو کې داسې خبرونه اوتصويرونه خپاره شوي و چه په تخار ولايت کې دطالبانو له خوا دعمري په نوم ښارګوټي چه دخبرونو له مخې ياد ښار ګوټي چه نږدې په څلورسوه جيريبه ځمکه کې په اساسي ډول جوړ شوي و چه نږدې دولس سوه پلورنځيو باندې مشتمل و دحکومت له لوري په لوي لاس ونړول شو
خونن رسما رسنيوکې خبرونه خپاره شول چه ياد ښارګوټي ځکه نړول شوي چه نږدې د دولس سوه پلورنځيو ګټه طالبانو ترلاسه کوله
ياد عمل په اصطلاح دهر رنګه جنګي قانون خلاف عمل دي ځکه هغه ابادي چه هيواد کې تر سره کيږي اوګټه يي اولس اوهيواد والو ته رسيږي او په اصطلاح عام المنفعه کارونه وي دهغې مخنوي يا يي تخريبول داولس اوهيواد په وړاندې ستر جنايت دي
دحکومت په برابر کې بيا دطالبانو پالسي داده چه هغوي هر وار دې ته تياري ښودلي چه چه دحکومت له لوري هره عام المنفعه پروژه چه ددوي تر واک لاندې سيمه کې تر سره کيږي دوي يي مخالفت نکوي اولا دې ته تيار دي چه امنيت يي هم دوي اونسي
حکومت ته پکار وه چه کله يي هم ښارګوټي لاس ته ورغلي و نو با يد نړولي يي نه وي ځکه هسې هم ددوي تر کنټرول لاندې راغلي و اوداسې ډير ښارونه په جګړو کې دښکيلو غاړو له لوريو لارس په لاس کيږي اوپه لوي لاس نړول يي لوي جنايت دي
زمونږ غوښتنه ديو هيوادوال او فغان په حيث نه ديو مشخص لوري او يوطرفه قضاوت په اساس دجنګ ټولو غاړونه داده چه دارنګه تاريخ نه بښونکي جنايت دهيڅ يو لوري لخوا تر سره نشي

















