(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۷ فرید افغان)
سره له دې چې ناټو اعلان کړی چې افغانستان ته به زرګونه نور ځواکونه واستوي ترڅو د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو لیکې پیاوړې کړي،خو ایټالیا اعلان کړی چې د هیواد په لویدیځ کې به خپل حضور ته د پای ټکی کیږدي.
د ایټالیا د دفاع وزیر «روبرتا پینوتی» اعلان کړی چې نور نه غواړي ځواکونه یې په افغانستان کې تلف شي نو په همدې اساس یې د ناټو له نورو غړیو هیوادونو غوښتي چې د دوی ځای ونیسي.
ایټالیا داسې مهال دا اعلان کوي چې څو ورځې وړاندې په فراه ولایت کې د طالبانو د یوه توغندوییز برید له امله ۹ ایټالوي سرتیري ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
د دې هیواد د دفاع وزارت ویلي چې په افغانستان کې د.ګوتو په شمیر عسکر پریږدپ او ایستل شوي سرتیري به د افریقا ځینو جګړه ځپلو سیمو او مدیترانې سمندرګي ته واستوي.
دیادونې وړ ده چې ایټالیا خپل ځواکونه د هیواد په لویدیځ کې ځای پرځای کړي او کابو درۍ اونۍ وړاندې یې د فراه ولایت ته د طالبانو د جګړو د قابو کولو او د دې ولایت له سقوط څخه د ژغورلو په موخه ۵۰ سرتیري استولي و.
معلومه نه ده چې د ایټالیا پرځای به د کوم هیواد ځواکونه میشت شي.
باید وویل شي چې دا هیواد د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې ۱۰۳۷ عسکر لري چې تر اوسه لسګونه عسکر یې له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې وژل شوي دي.
د هیواد په لویدیځو ولایتونو بادغیس، فراه، غور او هرات
کې د آلبانیا، لیتوانیا، سلوانیا، اوکراین او آمریکا تر څنګ ایټالیا هم فعاله ونډه درلوده چې د طالبانو وروستیو غوڅنده بریدونو اړ کړل ترڅو خپل مراکز د ناټو د نورو غړیو هیوادونو عساکرو ته پریږدي.
















