تبصره
اسراییلو له ۲۰۰۷ زېږدیز کال راپدېخوا د فلسطین په غزه کې هغه جنایات وکړل چې پکار وه دمخه په غزه کې بشري ناورین رامنځ ته شوی وای. اوس چې د اسراییلو د بې رحمه بمباریو، په توپونواو ټانکونو په غزه کې د مسلمانانو د کورونو ړنګولو او پکې د ښځو او کمکیو ماشومانو په شهیدولو، د روغتونونو په بمبارولو د غزې په سلو کې څلوېښت ودانۍ له منځه تللي، له امله یې د ناروغیو په زیاتوالي احتمال لري بشري ناورین رامنځته شي.
د غزې په تړانګه کې اسراییلو په ډېره بې رحمانه توګه د مسلمانانو په وژلو لاس پورې کړی، چې نور په غزه کې روغتیايي مرکزونه د فعالیت وړنه دي او د بمباریو له امله چې په ودانیو کې یې د څښاک داوبو سیسټم له منځه وړی، د ماشومانو روغتیایي حالت د سختې اندېښنې وړ دی.
اسراdیلو چې له ۲۰۰۷ز کال راهیسي پر غزه د حماس مجاهدینو په مقابل کې مرګونو جګړو ته دوام ورکړ او د پنځوس ورځنۍ جګړې وروسته یې بیا هم په غزه کې کورونه، جوماتونه او روغتونونه بمبار کړل، له امله یې په غزه کې اسرائیل له احتمالي ناورینه اندېښنه لري چې د ملګرو ملتونو په کچه به د احتمالي ناورین پړه پر اسرائیلو ور واچول شي.
دا چې په غزه کې د احتمالي ناورین پړه پر اسرائیلو ور وانه وړي، د اسرائیل حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د غزې په تړانگه کې څو پرمختیایي پروژې تمویل کړي چې په دې توگه په سیمه کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو مخه ونیول شي.
له بلې خوا د اسرائیل د غوښتنې په غبرگون کې قطر د مثبت ځواب له ویلو ډډه کړې او له نورو هیوادونو یې هم غوښتي چې د اسرائیلو غوښتنې ته منفي ځواب ورکړي څو په غزه کې د اسرائیلو ټول جنایات نړیوالو ته څرګند شي.
که څه هم اسرائیلو تراوسه پورې د قطر په مقابل کې غبرګون نه دی څرګند کړی، خو داسې بریښي چې نور هېوادونه او ملګري ملتونه به د اسرائیلو غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وايي، ځکه اسرائیلو په غزه کې د جګړې په دوام د ملګرو ملتونو ټول اصول له پامه غورځولي وو. اوس نه ده څرگنده شوې چې نور هیوادونه به په غزه کې د پروژو په تمویل کې ونډه واخلي او که نه، خو زیات احتمال دا دی چې نور هېوادونه به د اسرائیلو غوښتنې ته مثبت ځواب ورنه کړي.
د غزې تړانگه د اسرائیل او مصر تر منځ پرته ده. په ٢٠٠٧ کال د جګړو په دوام د حماس ډلې لاس ته ورغلې ده چې اسرائیل پرې وخت په وخت مرګونې بمبارۍ کوي.
د غزې پر سر اسرائیلو او حماس د ٢٠٠٧ کال راهیسې درې ځله جگړه کړې ده، او د اسرائیل حکومت د غزې د حالاتو په اړه د حماس ډله گرمه بولي او وایي چې د غزې د محاصره کولو پرته بله چاره نلري. خو حماس په غزه کې د اسرائیلو پر وړاندې کلک مقاومت ته دوام ورکوي.
اسرائیل نه یواځې د فلسطین د مسلمانانو په وژنو کې مسئول دي، بلکې په نړیواله کچه په اسلامي هېوادونو کې له امریکا سره د مسلمانانو په وژلو کې ملاتړی هېواد دی.
اسراييل اندېښنه لري چې که په غزه کې احتمالي بشري ناورین رامنځته شي، پر اسرائیلو به نړیوال فشار زیات او د اسلامي هېوادونو تر اغیز لاندې به راشي.

















