(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۸)د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو د “زم زم خصوصي لیسې” یو زده کونکی د نیولو نه وروسته په ډزو ویشتلی او وژلی یې دی.
دا زده کونکی(رفیع الله) ولد (محمدي نور) نومیده چې د صبریو ولسوالۍ د نوري کلي اوسیدونکی و او د زم زم په خصوصي لېسه کې یې زده کړې کولې.
پرون سهار په اوه بجو هغه وخت د کمپاین عسکرو ونیو کله چې په نوري کلي د کمپاین عسکرو چاپه ووهله،. د چاپې پر مهال عسکرو د کلیوالو دوه فلاینګ کوچ او یو غواګۍ موټر هم وسوځول او اتلس تنه کلیوال یې هم بندیان کړل.
وروسته چې کله عسکر لاړل په لسو بجو د کلي خلکو د رفیع الله مړی وموند.
د یادونې وړ ده چې له څه مودې راهیسې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کمپاین ځانګړو ځواکُونو د ولسي خلکو د وژلو لړۍ پیل کړې ده. تیره ورځ یې د خوست ولایت د بټۍ په سیمه کې د پنځو وروڼو په شمول د یوې کورنۍ اوه کسان وژلي وو، بیا یې د خاني خوړ په سیمه کې دوه وروڼه وژلي وو.
همداراز تېره اونۍ یې د پکتیا ولایت وازې ولسوالۍ په لکه تیږه سیمه کې یوه زده کونکی وژلی و چې وروسته د سیمې خلکو خپله غوسه د لاریون په شکل کې ښکاره کړې وه او پنځه ساعته یې د خوست او ګردیز لویه لاره بنده کړې وه.

















