دکبانو( ماهیانو ) روغتیایي ګټې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۸ فرید افغان)

روغتیا پوهان وایي چې کب (ماهی) د روغتیا لپاره تر نورو غوښو څو برابره زیاته ګټه لري او د مختلفو ناروغیو د مخنیوي سبب ګرځي.

دوه کاله وړاندې بریتانوي څیړونکو په یوه ترسره شوې څیړنه کې موندلې وه چې په اونۍ کې دوه ځله کبان خوړل دسینې د سرطان په کمولو کې مهمه نسخه ده.

همداراز ویل شوي چې کب په زياته کچه د وينې د زياتوالي اسيدونه لري،چې کولاى شي ، د وينې جريان تيز او د دماغو فعالیت ښه کړي.

څېړونکو په کبانو کې موجود پروټین د مغزي سکتې او د زړه حملې په مخنیوي او له ضعف څخه د زړه په ساتلو کې اغېزناک بللي دي.
همداراز ماهیان د نارینه و جنسي ځواک په پیاوړی کولو کې هم مرسته کوي او د عصبي ناروغ لپاره هم تر ټولو ښه دوا ده.

دڅیړنوترمخه؛ د کب په غوښه کې کلسترول د نورو غوښو نه کم دي خو د البومین په نامه مواد پکې زیات دي چې که هرڅوک ترې په اونۍ کې یواځې یوځل هم استفاده کوي د مختلفو ناروغیو مخه به یې نیولې وي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button