حکمتیار:طالبان د امریکا پر وړاندې روانه جګړه نه شي ګټلی،زموږ په څیر دې سوله وکړي

نوموړی داسې مهال داخبرې کوي چې د حکومت سره د سولې د تړون څخه یې تر کال زیات وخت تیریږي خو لا هم حکومت پر هغو ژمنو چې ددې ډلې سره یې کړې وې عمل نه دی کړی او لا هم ددې حزب ډیری غړي پر ګډحکومت بدګمانه دي او د واګو چارې یې بهرنیانو ته منسوبوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه۲۸ فرید افغان)

نن د شوروی اتحاد د ۲۹ کلیزې په لمانځ غونډه کې چې د حکمتیار په ګډون ګڼو جهادي مشرانو او حکومتي چارواکو په کې ګډون درلود،د شوروي اتحاد پر وړاندې د مجاهدینو بیسارې قربانۍ وستایل شوې او د شرقي تاړاک له ماتیدلو څخه د یوې لویې بریا په توګه یادونه وشوه.
په غونډه کې دحزب اسلامي مشر په خپلو ویناوو کې وویل؛ ځینې خلک جسارت کوي او وایي چې روسان داکتر نجیب الله وایستل، د نوموړي په وینا،داخبر بې اساسه ده ځکه روسان د دوی جهادي بهیر او په وروستیو کې د سټینګر توغندویو مات کړل.
‏حکمتیار چې د کورنۍ جګړې پرمهال په کابل کې د زرګونو افغانانو پر وژنه تورن دی وویل؛ راځئ ژمنه وکړو چې پخوانۍ تجربې نه تکراروو او یو بل زغموو.
نوموړي زیاته کړه؛ پرطالبانو غږکوم چې د افغان حکومت او بهرنیانو پر وړاندې روانه جګړه نه شئ ګټلی، راځئ د حزب اسلامي په څیر سوله وکړئ

‏حکمتیار زیاته کړه؛ د افغانستان روان جنګ ګټونکی نه لري.
ټول باید په دې هوکړه وکړو چې د جنګ عوامل باید پای ته ورسوو که هغه د قدرت اقتدار وي او که نور
حکمتیار زیاته کړه چې؛ حکومت باید دسولې غیږ هغو مخالفینو ته پرانیزي چې د جګړو ته اړ ایستل شوي وي .

نوموړی داسې مهال داخبرې کوي چې د حکومت سره د سولې د تړون څخه یې تر کال زیات وخت تیریږي خو لا هم حکومت پر هغو ژمنو چې ددې ډلې سره یې کړې وې عمل نه دی کړی او لا هم ددې حزب ډیری غړي پر ګډحکومت بدګمانه دي او د واګو چارې یې بهرنیانو ته منسوبوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button