مکسیکو: ۷،۵ درجې زلزلې لسګونه کورونه نړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۸ فریدافغان)

د امریکا د زلزلې پیژندنې ادارې ویلي چې نن سهار د مکسیکو هیواد د اوکادا ایالت په پینوتا ښار کې د ریختر په کچه ۷،۵ درجه زلزله شوې.
زلزله د ځمکې په ۴۳ کیلومتره عمق کې رامنځته شوې او مرکز یې د دې هیواد ختیځه برخه د پینتاپ دښتې ښودل شوې دي.
په زلزله کې تر اوسه د ۵۰ لوړپوړیزو ودانیو د لمنځه تلو راپور ورکړل شوی او د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي رسنیز شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر کال په سپټمبر میاشت کې په دې هیواد کې د ۷،۱ درجې زلزلې له امله نږدې ۴۰۰ تنه وژل شوي وو

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button