سرليکنه
امريکا چې په افغانستان کې د ١٧ کلونو په تېرېدو سره د طالبانو په مقابل کې کاميابي ترلاسه نه کړه او په هره برخه کې یې ماتې وخوړه، اوس غواړي د خپلې ماتې پړه د افغانان حکومت پر غاړه ورواچوي، د افغان دفاع وزارت او امنيتي مسئولينو ترڅنګ افغان چارواکي په دې ګرم کړي چې په جګړه او سياست دواړو کې امريکا نه، بلکې افغانانو ماتې خوړلې ده.
په کابل کې دامريکا پخواني سفير، زلمي خليلزاد، افغان حکومت ته مشوره ورکړې چې د لويو مسئلو د حل لپاره سياسي شورا جوړه کړي څو افغان چارواکي د سياسي شورا او مشورو له ليارې له طالبانو سره پر جګړه تمرکز وکړي.
زلمي خليلزاد په دې پلمه چې د طالبانو په مقابل کې د افغان مشرانو يووالی په سياسي شورا راتلاى شي او دوی باید د حالاتو او د روان وضعيت حساسيت په درک کولو سره له کورنيو جګړو لاس واخلي او خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي، ځان افغان حکومت ته خواخوږی معرفي کوي او په ظاهره افغان حکومت نړۍ ته له سياسي لارې د افغان مسئلې د حل اصلې لوری ورپېژني.
پر افغانستان ١٧ کاله دمخه، د امريکا له پوځي يرغل راوروسته، افغان چارواکو په خپل تصميم یو اداري تشکيل هم نه دی جوړ کړى. واليان، رئيسان، وزيران، وکيلان او آن بهر ته د سفيرانو لېږل امريکايي چارواکي کوي، چې افغان حکومت يواځې او يواځې په ادارو کې پر چوکيو د معاشاتو لپاره ورځې شمېرې.
په ٢٠٠١ز کال چې په بن کې د افغان حکومت د تشکيل په اړه غونډه وشوه، په هغې کې پرېکړه شوې وه چې د افغان پوځ شمېر به درې نيم لکو ته رسول کېږي، خو د افغان پوځ په ليکو کې پر نشه يي توکو روږدېدا او له جګړې تيښتې یې تراوسه پورې ټاکلی شمېر پوره نه کړ او نه یې د تر يو نيم لک زياتو امريکايي يرغلګرو سره څنګ په څنګ د طالبانو په مقابل کې مقاومت وکړ. اوس به خليلزاد څرنګه په جګړه کې ماتې خوړلی پوځ او له هېواده په تېـښته چارواکي له طالبانو سره جګړې ته سره يو کړي؟
خلیلزاد افغان حکومت او سیاسي مشرانو ته مشوره ورکړې چې د اختلافي مسئلو د حل لپاره دې د اشرف غني په مشرۍ يوه داسې سیاسي شورا جوړه کړي چې له طالب مشرانو پرته د نورو ټولو مخالفو سیاسي اړخونو استازي په کې وي.
خليلزاد د افغانستان کورنۍ مسئلې او اختلافات تر هر چا ښه درک کړي دي. هغه په دې ښه پوهېږي چې ارګ د بلخ ولايت د څوکۍ پر سر را ولاړه ستونزه نه شي حل کولاى؛ د ولايت د څوکۍ په اړه هم امريکايي چارواکي او جان باس مشورې ورکوي. نو ارګ به په افغانستان کې د سياسي شورا په جوړېدا او د هغې له ليارې د طالبانو په مقابل کې څرنګه د جګړې لپاره په يووالي تمرکز ومومي؟
که په حکومت کې د مخالفو سياسي ګوندونو له مشرانو د سياسي شورا د جوړېدو مقصد د طالبانو مقابله وي، نو پخپله په حکومت کې د سياسي ګوندونو مشران له طالبانو سره دومره مخالفت نه لري لکه څومره چې په خپلو کې سره مخالف دي. امکان لري همدا په حکومت کې د سياسي ګوندونو مخالفين له طالبانو سره پخلا شي، خو په خپلو کې یې پخلاينه ناشونې ده.
خليلزاد له افغان حکومته هغه تمه لري چې له وسه یې پوره نه ده او نه ورته امريکا دومره واک ورکړی چې له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د سولې لپاره زمينه سازي وکړي؛ د سولې په نامه شورا یې جوړه کړې، په ميلياردونو ډالر ورته ځانګړي شوي دي، خو تراوسه پورې یې ځکه د سولې په اړه يو قدم هم نه دی پورته کړی چې د سولې لپاره د خبرو واک ورته نه دی ورکړل شوى.
خليلزاد په افغانستان کې د سياسي شورا د جوړولو مشوره افغان حکومت ته ورکوي چې د طالبانو په مخالفت کې په يوه تمرکز سره جګړه پر مخ بوځي، خو اشرف غني د کابل د پروسې په اړه هم د حکومت د چارواکو پر ځاى د امريکا د ملي امنيت له سلاکار، مک مسټر، سره مشورې کوي.
ارګ اعلان کړی چې د روانې مياشتې په وروستيو کې به په کابل کې د کابل پروسې په اړه يوه غونډه وشي.
د کېدونکې غونډې په اړه اشرف غني له مک مسټره مشوره اخلي، او خليلزاد په افغانستان کې د سياسي شورا د جوړېدو تمه له افغان حکومته کوي. مانا دا چې، خليلزاد په افغانستان کې د سياسي شورا نه، بلکې په جګړه کې له ماتې وروسته افغان حکومت ته د سياسي ماتې او شرمېدا شورا د جوړولو مشوره ورکړې ده..

















