داسلامې مقدساتوتوهین کوونکی اداره (BBC)

لیکنه:محمدآصف کرار
په کفری نړۍ کې داسې قانون پاس شوی ده، چې دچابچی پیداشي نوموړی اداری ته به ټکس ( حکومتی مالیه)ورکوي، دا قانون دوی په ډېره مینه په خپل ځان او کورنیو پلي کوي؛ ځکه خودا اداره ترټولو شتمنه ده
همدالامل ده چې درسینواسباب ورته مهياء اوبرابردي؛ ځکه خويې په خواصواوعواموکې خورا ډېر مقبوليت موندلی.
داجهنمی رسنۍ، دادکفراوالحادخورونکې،داسلامي دمقدساتو توهین کوونکې اودسلامې نظام نړونکې اداره ددې یوازېنۍ موخه اواهدف په اسلامې ټولنه کې نفرت کرکه خورول دي.
دبیلګې په ډول څه موده وړاندې يې په خپل ټيوټر پاڼه دتوهین دزهرجن سېلاب څپې، دحرمشریف تردروازو راورسېدې.
خـــوافســوس!
زمونږ په مسلمان ملت چې ډېری وګړي یې په مجلسونو اومحفلونو کې، دنوموړی صفت او توثیق کوی اوپه ښه خوله ېي يادوی اوددې له ضررنه تراوسه هم ندې خبر اوداسلامی رسنیوسره په ټکرکې دي
دا لومړی ځل نده چې نوموړی اداره زمونږ دمقدساتو سپکاوی کوي؛ بلکې له یوې اوږدې مودې راهېسې پرې بوخته ده .
خوزموږ ساده مسلمانان ترې ناخبره دې لامل یې داده چې نوموړی اداره په کوړه کې زهر ورکوي، یعنې همېشه سپکاوی کوي خوالفاظ اوتعبیرات ېي په بدل وي
موږ ته لږ فکر پکارد چې دنوموړی ادارې اکمال او سپوټ څوک اوله کومه ځايه کيږی؟
اوکارچاته مفکوره څوک ورکوی؟
له لږ سوچ اوفکرنه وروسته به، تاسو خپلی نتیجی ته ورسیږی اودابه هم درته په ډاګه شي، چې هره رسنۍ دخپل ګوندترجمانی کوی اوبس…..



