(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱) ټاکل شوې، چې نن د سمنګان ولايت نوی والي عبدالطيف ابراهيمي د امنيتي ځواکونو په مرسته دغې ولايت ولاړ شي.
اطلس خبري اژانس ته ځينو سرچينو ويلي، د سمنګان نوی والي بغلان ته رسېدلی او اراده لري چې د امنيتي ځواکونو په بدرګه د دې ولايت له لارې سمنګان ته د دندې پيلولو په موخه سفر وکړي.
عبدالکريم خدام د سمنګان پخوانی والي څو ورځې مخکې د ولسمشر غني په امر له دندې ګوښه او پر ځای يې عبدالطيف ابراهيمي وټاکل شو.
خو عبدالکريم خدام او د هغه مرستيال والي ضياءالدين ضيا رسنيو ته وويل، دوی د جمعيت ګوند او حکومت تر منځ د يوې ځانګړې هوکړې له مخې په دندو ګمارل شوي او د دوی د لرې کولو پريکړه يواځې د سمنګان خلک او جمعيت ګوند کولی شي او خپله دنده به پرېنږدي.
د سمنګان مرستيال والي، تېره ورځ ګواښ وکړ که د کابل حکومت زور وکاروي نو سخت عکس العمل به وګوري.
له بله پلوه د جمعيت ګوند هم د ولسمشر پريکړه ناسمه بللې او تېره ورځ يې په يوه اعلاميه کې وويل، چې د سمنګان خلک له والي څخه خوښ دي او ارګ له هغې موافقتنامې چې (نيم واک به جمعيت ته ورکول کېږي) ښکاره سرغړونه کړې ده.
په داسې حال کې، د سمنګان ګوښه شوی والي د ولسمشر له امر سرغړونه کوي چې نږدې دوه مياشتې مخکې د بلخ جنجالي والي هم د غني د امر مخالفت وکړ او ويې ويل چې تر هغې به خپله دنده پرېنږدي ترڅو چې د جمعيت ګوند غوښتنې نوي منل شوي.
د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په وړاندېز او د ولسمشر په منظورۍ د بلخ لپاره انجينير داود او د سمنګان لپاره عبدالطيف ابراهيمي ټاکل شوي خو د دغې ولايتونو ګوښه شوي واليان د ولسمشر له پريکړې سرغړونه کوي او وايي د غني فيصله يو طرفه ده.


















