(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱) د فراه ولايت چارواکي وايي، د دغې ولايت په امنيتي پوستو طالبانو بريد کړی، څلور پوستې سقوط شوي او څلورويشت عسکر وژل شوي دي.
د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور رسنيو ته ويلي، طالبانو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ اړوند سيمه کې درې او د مرکز فراه په شمالګاه سيمه کې يوه پوسته نيولې ده.
فريد بختور زياتوي، شپاړلس پوليس په فراه رود کې او اته پوليس په شمالګاه سيمه کې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، طالبانو په شمالګاه سيمه کې څلور پوليس له ځان سره ژوندي بيولي دي چې تر اوسه يې د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه کېږي.
طالبانو د دغې بريدونو مسئوليت منلی او وياند يې قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې په فراه رود ولسوالۍ کې درې پوستې طالبانو نيولي او شپږويشت عسکر پکې وژل شوي دي.
دغه راز نوموړی وايي، طالبانو لس پوليس ژوندي نيولي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره، له يادو پوستو څخه يې په زياته اندازه وسلې، مهمات او نظامي توکي نيولي او يو طالب وژل شوی دی.


















