هند: د غواګانو د بایومتریک لپاره سلګونه میلیونه بودیجه ځانګړې شوې

د هندوستان د مالیې وزیر آرون جیتی د ۵۰۰ میلون هندي کلدارو بودیجې په ځانګړي کولو سره پریکړه کړې چې؛ د هند ۴۰ میلیونه غواګانو ته به تر بایومتریک کولو وروسته یو کارت ځانګړی کیږي چې ۱۲ شمیرې به لري او د غوا ټول مشخصات به پکې درج وي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱ فرید افغان)

په هند کې د بهارتاجاناتا ګوند کاندید نریندرامودي واک ته تر رسیدلو وروسته په دې هیواد کې د هندوانو مذهبي عنعناتو زور اخیستی، د غواوو د غوښې پر خرڅلاو بندیز، هر سهار د غواګانو په متیازو د دفترونو وینځل او ورته نورو افراطي کړنو وروسته داځل په دې هیواد کې غواګانو ته هم د بایومتریک تذکرې جوړیږي.
له دې سره سره چې د هند اقتصاد د نړۍ په کچه څلورم ځای لري خو خلک یې له سختې لوږې سره مخ دي نو له همدې کبله د یاد قانون مخالفین هم زیات دي.
د هندوستان د مالیې وزیر آرون جیتی د ۵۰۰ میلون هندي کلدارو بودیجې په ځانګړي کولو سره پریکړه کړې چې؛ د هند ۴۰ میلیونه غواګانو ته به تر بایومتریک کولو وروسته یو کارت ځانګړی کیږي چې ۱۲ شمیرې به لري او د غوا ټول مشخصات به پکې درج وي.

همداراز به د ۳۰۰ میلیونه نورو غواوو او میښو د څارنې او ساتنې لپاره اضافي بودیجه هم ځانګړې کیږي.
هندوستان غواړي په دې توګه د غواوو ښه پالنه او روزنه وکړي تر څو هغوی د څړ په وخت کې له ورکیدلو همداراز د هغوی په ښه ساتنه کې اغیزمن تمام شي.
د دې کړنې مدافعین وایي چې په دې توګه به د اخیستونکي او پلورونکي لپاره د غوا په پیژندنه کې کومې ستونزې نه را ولاړیږي او همداراز به په پټه د غواوو حلالول هم بند شي او هر وخت به تر نظارت لاندې وي.
د دې طرحې مخالفین چې زیاتره یې مسلمانان دي ویره څرګندوي چې حکومت او توندلاري هندوان به د بیوزله خلکو پرضد په دې بهانه د تشدد لار ونیسي او ښایي دا چاره ګڼې ستونزې راولاړې کړي.
د شمیرو تر مخه یواځې سږکال لسګونه مسلمانان د هندوانو له خوا په دې پلمه چې ګواکې د غوا غوښه یې خوړلې ترور شوي او سلګونو ته ګواښونه شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button