د کاپیسا ولایت دښاري امنیت مدیر له ۴ ملګرو سره یوځای وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶کب۲ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن ماسپښین مهال د کاپیسا ولایت د امنیت امر (مدیر ګلاجان ) د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ اړوند د خانقای سیمه کې د وسلوالو تر برید لاندې راغلی .
د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري وایي، د ملي امنیت ښاري مدیر ګلاجان له دوو ساتونکو او موټرچلوونکي سره یوځای د پروان د خانقای په سیمه کي د یوه کمین پر مهال وژل سوی دی.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې یې مدیر او د نوموړی څلور ساتونکي وژلي او د کارمندانو وسلې یې هم نیولې دي.
په یو بل خبر کې طالبانو ادعا کړې چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د چهارقلعه سیمه کې یې پر پولیسو برید کړی چې ۳ تنه وژل شوي او یو ټانګ یې هم له منځه تللی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button