غني له چا غچ اخلي؛ له ولسه که له طالبانو؟
”خلک به دا هېر نه کړي. حتی که سل کاله هم تېر شي، افغانان به خپل انتقام واخلي.“
سرليکنه
د بشري حقوقو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) په خپل يو راپور کې ويلي چې د تيرې جنوري مياشتې په يودېرشمه، د کندهار د ميوند ولسوالۍ اړوند د بند تيمور په سيمه کې بهرنيو او افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو پر ضد په ترسره شویو عملیاتو کې پر ملکي وګړو ډزې کړې او وژلي یې دي.
په دې راپور کې په څرګند ډول ليکل شوي دي چې افغان او بهرنيو ځواکونو په ياده سيمه کې ملکي وګړي په ډېره بې رحمۍ سره، په داسې حال کې چې ملکي وګړو د جګړې له سيمې ځانونه ایستل، په ګډه وژلي دي.
په هر هېواد کې چې څومره جګړې شوې دي، په جګړه کې ښکېلو خواوو ملکي وګړو ته پاملرنه کړې او کوښښ یې کړی چې د جګړې له سيمې یې وباسي. خو، برعکس، افغان امنيتي ځواکونو او په افغانستان کې مېشتو بهرنيو قواوو تل په داسې وختونو کې ملکي وګړي د ترورستانو / ترهګرو په نوم وژلي دي.
د بشر د حقوقو د څار نړيوالې ادارې په تېرو ١٧ کلونو کې يواځې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو قواوو لخوا د ملکي وګړو د وژنو يادونه کړې ده. په تېرو ١٧ کلونو کې چې بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو له طالب وسله والو سره څومره نښتې کړې دي او يا یې د طالبانو پر خلاف کوم عمليات کړي دي، ملکي وګړي، بې ګناه ماشومان او ښځې یې وژلي دي.
يادې ادارې، لومړى په سيمه کې له ملکې وګړو سره ټیلیفوني مرکې کړي او وروسته یې په کندهار کې د ملکې وګړو په اړه راپور تيار کړی دی. ځايي خلکو د بشر د حقوقو د څار نړيوالې ادارې ته په ټیلیفوني مرکو کې ويلي چې افغان امنيتي او بهرنيو قواوو په ګډه د جګړې له سيمې د تلونکو وګړو پر وژلو سربېره، خلک لومړی له کورونو را ایستل او بيا یې له طالبانو سره د مرستې په تور وژل.
د HRW په راپور کې د افغان امنيتي او بهرنيو قواوو لخوا په ياده سيمه کې د ٣٨ تنو ملکي وګړو د نيولو راپور هم ورکړل شوی دى، خو د سيمې خلکو ويلي چې تر سلو زيات کسان له طالبانو سره د مرستې په تور نيول شوي دي.
په ياده نېټه، د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال، د حکومت پر ادعا، پنځوس طالب وسله وال وژل شوي وو؛ حال دا چې د پنځوسو وژل شویو کسانو له جملې یې شل تنه بې ګناه ملکي وګړي وژل وو.
افغان حکومت تل د دا ډول راپورونو په مقابل کې ويلي چې طالب وسله وال د جګړې پر مهال د ملکې وګړو په کورونو کې ځايونه نيولي وي، ځکه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوړي. اوس یې هم هغه پخوانۍ خبره تکرار کړې ده او دا یې هم ورسره زياته کړې ده چې په دې اړه به پلټنې پیل کړي.
په افغانستان کې د افغان او بهرنيو قواوو لخوا د ملکي وګړو وژنه په تېرو ١٧ کلونو کې په وار وار تکرار شوې ده، خو په ښکاره کوم امريکايي يا افغان نظامي چارواکي نه دي ويلي چې دا ډول عمل به نه تکراروي.
تېره مياشت په کابل کې له پرلسپې بريدونو وروسته اشرف غني په يوه جذباتي وينا کې وويل: ”خلک به دا هېر نه کړي. حتی که سل کاله هم تېر شي، افغانان به خپل انتقام واخلي.“
اوس دا نه ده څرګنده چې اشرف غني د هغه بريدونو غچ له ولسه اخلي او که له طالبانو؟
که په افغانستان کې د بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو کړنو ته وګورو، نو له طالبانو سره په جګړه کې له ماتې وروسته غچ په وار وار له ولسي وګړو اخستل شوی دى. خو د غني په څېر اعلان شوى نه ؤ. اوس خو اشرف غني په ښکاره اعلان کړه چې غچ به اخلي. د تېرو ١٧ کلونو جګړې ته په کتو سره، له طالبانو خو یې نه شي اخستلای، اما له ملکي وګړو به یې نو خامخا اخلي.



