غني: زور واکوانو ته نه تسلیمیږم او په لومړي سره کې مې ژمنه همدا وه

غني پر وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ چې پر ملکي تاسیساتو دې بریدونه نه کوي، خو نوموړي د روانو بمباریو او شپینیو چاپو په اړه چې د ولسي خلکو بر کورونو وهل کیږي، څه ونه ویل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲ فرید افغان)

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني نن د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو استازو ته د سولې په اړوند په یو مشورتي کنفرانس کې وویل؛ چې د زور واکو څیرو زور به له منځه یوسي او د هغوی پرضد به ټینګه مبارزه کوي
نوموړی وویل؛ ما په لوړه کې د ابوبکر صدیق (رض) وینا هم ځکه تکرار کړه چې موږ زورواکي نه منو.
غني داسې مهال دا ژمنه تکراروي چې تازه یې د سمنګانو لرې شوی زورواکی والي د مکافاتو او لوړ پوسټ په ورکولو دندې پریښودلو ته راضي کړی، همداراز یې عطانور ته هم د مخالفت نه کولو او دندې پریښودلو له امله په وزارتونو، سفارتونو او ولایتونو کې وړاندیزونه کړي.
غني زیاته کړه؛ ارګ د سیاسیونو نه، بلکه د ملت کور دی او په وینا یې چې ارګ د جنجالونو مرکز نه دی.
غني پر وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ چې پر ملکي تاسیساتو دې بریدونه نه کوي، خو نوموړي د روانو بمباریو او شپینیو چاپو په اړه چې د ولسي خلکو بر کورونو وهل کیږي، څه ونه ویل.
غني ټینګار وکړ چې نوموړی د غازي امان الله خان د فکري لارې ملګری دی او د هغه تګلاره به تعقیبوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button