د غرب د فکري جګړی اهداف

لیکوال ـ چنار مبارز

غرب په اسلامی نړۍ کې د عسکري جګړي تر څنګ فکری جګړه قوي کړي، غواړي چی دي ځوان نسل افکار تخریف او په فحشاء او نڅا یی روږدی کړي،
غرب هر کال په میلیار دونو ډالر مصرفوي او په میلیونونو کار پوهان او متخصصین یې په دغه فکري جګړه کې د بیلا بیلو فکري، سیاسي او تعلیمي مؤسساتو له لاري په کار ګمارلی دي .
د فکري جګړی هدف: په مسلمانانو کي د غربی لیوانو په مقابل کې د مقاومت روحیه له منځه وړل:
غربیان پدي پوهیږي، چې تر څو د مسلمانانو په ذهنونو کې د حریت او جذبي احساس وي او د جهاد، هجرت، شهادت، او قربانۍ فرهنګ یې د فکر منځپانګه تشکیلوي، تر هغه پوري به په روحي او معنوي لحاظ ځان د هر یرغلګر مقابلې ته تیار بولي او پدي لاره کې په هر ډول مالي او ځاني قربانیو ته حاضریږي، خو که یو ځل یې دغه مفاهیم له فکر څخه د فکري جګړی د وسایلو له لاري ویستل شي، بیا که هر څومره په مادي وسایلو او پوځي امکاناتو سمبال هم شي، د دښمن مقابلې ته نه تیاربږي، لکه چې اوس همدغه روحیه د ټولو غرب ځپلو اسلامي ټولنو په ځوانانو او پوځونو کې روږده ده، د اسلام په تاریخ کې ګورو چې مسلمانان هر وخت د لږو افرادو او کمزورو پوځي وسایلو په درلودلو زورورو دښمنانو مقابلې ته په میړانه تیار شوي دي او دالله عزوجل په فضل یې جګړي هم کټلي دي، ځکه چې په هفه وخت کې په مسلمانانو کي په اجتماعي ډول مقاومت روحیه ژوندۍ او معنویات يې سر شاره او څپانده ول، خو اوس د پر مختللو وسایلو سره سره هم بیا هم د دښمن په مقابل کې د دریدلو توان نه لري، بلکه اصلاً نه غواړي د دښمن په مقابل کې ودریږي، بلکي دا ورته ښه ښکاري، چې د خپلو ملتونو په خلاف د هغوی څخه د مقاومت روحیه سلب کړي، هغوي په داسي ډول روزل شوي، چي باید د اسلام د دښمنانو د اهدافو لپاره کار وکړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button