کابل: وسله وال بريد کې د اجرائيه رياست سلاکار وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۶) د مشرانو جرګې پخوانی مرستيال او د اجرائيه رياست سلاکار په کابل کې په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

د سپوږمې راډيو د راپور له مخې، د جمعيت ګوند پر غړي او د اجرائيه رياست پر سلاکار رفيع الله ګل افغان تېره شپه ناوخته د کابل ښار په اوولسمه امنيتي حوزه کې د وسله والو تر بريد لاندې راغلی او وژل شوی دی.

د سرچينې په وينا، له نوموړي سره په دغې بريد کې دوه تنه ساتونکي يې هم وژل شوي دي.

رفيع الله ګل افغان د جمعيت ګوند غړی او د مشرانو جرګې پخوانی دوهم مرستيال پاتې شوی او اوس مهال د اجرائيه رياست سلاکار و.

تر اوسه پورې د دې بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

وخت ناوخت د طالبانو چريکي بريدګر هم د کابل ښار په ګډون په يو شمير نورو سترو ښارونو کې چارواکي او نظامي منسوبين د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د جمعيت ګوند د شورا غړو او اجرائيه رياست تر منځ سياسي اړيکې يو څه ترينګلي شوي دي او آن تر دې چې يو بل ته يې ګواښونه هم کړي دي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button