(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۶) امريکايي ساينس پوهانو د زړه د ناروغ لپاره يوه نوې آله جوړه کړې چې د دوی په وينا د ناروغ په زړه کې ايښودل کېږي او تر څوارلس کلونو پورې کار ورکوي.
دغه کوچنۍ آله څلورويشت ميلي متره اوږدوالی لري او ساينس پوهانو ورته د (ون ټايپ ډې ميکرا) نوم آيښی دی.
د امريکا د اوهايو ايالت د ويکسنر ميډيکل سنټر ډاکټر رالف اګوسټيني وايي، دا کوچنۍ آله په ۲۰۱۴م کال کې پر يوې ناروغې ازمايل شوې چې نتيجه يې ښه وه او په ۲۰۱۶م کال کې د امريکا د فدرالي حکومت د درملو د منظورۍ ادارې FDA له لوري په رسمي ډول منظوره شوې ده.
د ډاکټر اګوسټيني په خبره، اوس مهال د نړۍ په څلوېښتو هېوادونو کې له دغې آلې څخه پنځلس زره ناروغان ګټه اخلي او دا ځانګړنه لري چې ناروغان له نورو ساري ناروغيو څخه هم ژغوري.
د هغه د مالوماتو پر اساس، د ميکرا بطرۍ څوالس کاله کار کوي او د ضرورت پر مهال ډاکټر کولی شي چې اضافي بطرۍ پکې ولګوي او فعاله يې کړي.
دغه نوې آله د زړه ضربان په نارمل حالت کې ساتي او پر زړه د ناڅاپي حملې د راتګ پر مهال مرسته کوي.
ډاکټران وايي، په هغې امريکايي مېرمنې يې چې دغه نوې آله په لومړي ځل تجربه کړې او په زړه کې يې ورته نسب کړې تر اوسه ارام ژوند کوي کومه ستونزه ورته نه ده جوړه شوې.
ويل کېږي، د زړه د ناروغۍ د دې نوې آلې “ون ټايپ ډې ميکرا” په نړيواله کچه د زړه ناروغانو د علاج لپاره ګټور تمام شوی او هغه چې د زړه له سخت رنځ کړيدلي ډېری يې ورسره روغ شوي دي.
دا نوې آله له پخوانيو آلو لس چنده کوچنۍ ده، خو ګټې يې تر ټولو زياتې دي، ځکه چې ډیری په بطريو چلېدونکي دغه ډول آلې له سرب نه جوړېږي، چې د ناروغ د اوږې سره نږدې د پوستکي لاندې ايښودل کېږي، چې دا د نورو ساري ناروغيو د اخته کېدو لامل کېدلی شي، خو د نوې آلې برقي سستم په يوه قطۍ کې ساتل کېږي او له سرب نه پکې اسفتاده نه ده شوې.

















