لیکنه : محمد زبیر هاشمي
دا څلور لسیزې کیږي چې افغانان په فزیکی او فکري شکل یرغمل شوي دي ، دافغانانو بچېان شهیدان، تورسرې يې کونډې اولادونه یې یتیمان او کورنه یې په کنډوالو بدل شوې دي.
له دې سره سره په خپلو کې یو پر بل بدګومانه او بې اتفاقه شوي هم دي ، دا د یرغلګرو د یرغل یو بله ناخواله ده چې خپل مسلمان مجاهد ورور يې ورته د یو دوښمن په څیر ښودلی دی ، دافکري یرغل دی چې افغان مسلمان اولس پرې ځپل کیږي .
افغانان باید د یرغلګرو تبلیغاتو ته په پوره غور سره پاملرنه وکړي، خدای مه کړه چې دغه یرغل دوی دشیطان په دوستې او د الله تعالی په دښمنې کې واقع نه کړي .
ځکه الله تعالی فرمايي : (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ) ټول مومنان سره ورڼه دي ، پدې ایت شریف کې مسلمان دبل مسلمان لپاره ورور ښودل شوی نه دهشت ګر، او چی یرغلګر ورته دهشت ګر وایی دا دې کفارو فکري یرغل دې چې مسلمانان خپل مینځ کې ټوټه ، ټوټه کوي .
طالب ددې خاورې بچی ده نن چې د ښکیلاکګرو سره لاس په ګریوان دي دېنه مخکې دده پلار هغه اشغالګر ماته کړي چې دفرعوني دعوې یې کولي .
طالب ددې خاورې بچی ده ځکه په دې خاوره يي ځان د اور په لمبو لو لپه کړه خو اشغالګرو ته يي په دې خاوره کې د ساه اخستلو موقعه ورنه کړه .
طالب ددې خاورې بچی ده چې ددغې مظلوم ولس غچ يي له اشغالګرو دخپلو غوښو په نزرانه کولو کې واخیست او اشغالګر يي د ماتي په درشل کې درولی .
افغانان باید په خپل مینځو کې یوکلک عظم اوباور ولري د کافرو دغه پوچې دسیسي دخاورو سره خاوري کړي ، په مقابل کې کفاروته دیو فولادي دیوال په شان ودریږي۔
رسول الله صلّى الله عليه وسلّم ددغې حدیث مصداق شو (المؤمنُ للمؤمنِ كالبنيان يَشُدّ بَعضُهُ بعضاً) (متفق عليه).


















