سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

امریکایانو ته د طالبانو لخوا د سولې وړاندیز څه په ډاګه کوي؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
فبروري 28, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
754
ځلې شریک شوی
175
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ابن مبارک احمدزی

یادونه: څو ورځې مخکې د اسلامي امارت د رسمي آدرس له لارې د آمریکا ولس، سنا مجلس او سیاسي مطرحو څېرو څخه غوښتنه شوې وه چې باید ځمکني حقایق درک کړل شي او د آمریکا ولسمشر ته وفهمول شي چې جګړه د حل لاره نه ده؛ خو د کابل ادارې د مشرانو په ګډون آمریکایانو د رد ځواب ورکړ او په ځغرده یې وویل چې طالبان یوازې د جنګ په ژبه پوهېږي او باید د جګړې له لارې د مذاکراتو مېز ته کېنول شي.

دا هم ولولئ

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

له هغې وروسته وړمه ورځ د اسلامي امارت د سیاسي دفتر لخوا د یوه آمریکايي لوړپوړي چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې  چې ویلي یې وو (د آمریکا د سولې دروازې د طالبانو پر مخ خلاصې دي) اعلامیه خپره شوې وه او په واضحو ټکو سره یې له امریکایانو غوښتي وو چې جګړه د حل لاره نه ده او لازمه ده چې مذاکرات وشي.

خو ښکاري داسې چې آمریکایان نه غواړي دغې اعلامیې ته مثبت ځواب ورکړي،شاید لاملونه یې مختلف وي خو عمده لامل یې د امریکا سیاسي او جهاني غرور دی چې هیڅ ډول تنازل نه مني.اوس به د یادې موضوع شالید ته ورشو چې آيا واقعاً امریکا له نظامي لارې دا جګړه! ګټلی شي؟

له نن څخه شاوخوا ۱۷ کاله پخوا هم ناټوګۍ فکر کاوه چې دا امت به د پرمختللو وسلو او مهماتو په استمعال سره ایل کړي،خو په عراق او افغانستان کې مکررو تجربو وښوده چې د اسلامي عقیدې د زورورو څپو مخې ته هېڅ قوت ان که اتوم بم هم وي نه شي درېدلی،زموږ تاریخ له داسې زړورو ځوانانو ډک دی چې د کافرو زور او ظاهري ځواک نه دي ځانته ایل کړي،د اسلامي امارت اتلو سرسپارلو مجاهدینو د اشغال له پیله اعلان کړې چي له خپل دين، وطن او ولس څخه به د امريكايي يرغلگرو ځواكونو په ضد داسي دفاع كوي لكه چي زموږ زړه ورو پلرونو د انگريزانو او روسانو په ضد د هېواد له لوېشت لوېشت خاوري نه د سرو وينو په بيه دفاع وكړه.

په‏ دې وياړو چي زموږ مؤمنو مجاهدينو ته الله جلجلاله د دې توفيق وركړ چي د امريكا ضد مقدس جهاد كي ستره ونډه ولري، دا جهاد د اسلامي امارت د با ايمانه سرتېر‏و مجاهدينو په لاس پيل شو، پداسي حال كي چي له يوې خوا د امريكايانو وسلو ډېر خلك وېرولي وو او له بلي خوا د دوى ډالرو ډېر تالي څټي نوكرۍ ته هڅولي وو، ځينو له اسلام، ولس او وطن سره خيانت وكړ، دښمن ته تسليم شول او د امريكايانو تر قومندې لاندې د خپل ولس په خلاف وجنگېد‏ل، ځينو د څو ډالرو په مقابل كي خپل ايمان خرڅ كړ، له امريكايانو سره ملگري شول، د دوى په لاس تپل شوي لاس پوڅي حكومت كي یې برخه واخیسته او د دې مزدور حكومت په تورې ټنډې یې د اسلامي حكومت ټاپه ووهله، د امريكايي يرغلگرو په ضد اسلامي جهاد یې ناروا وگاڼه، د امريكايانو په گټه، د مجاهدينو په ضد او د جهاد په خلاف یې تبليغات كول او فتواگاني یې وركولې چي نور نو د جهاد وخت تېر شوى، د هېواد د بيا ودانولو وخت رارسېد‏لى او امريكايان زموږ د هېواد د نيولو لپاره نه بلكي د بياودانولو لپاره راغلي، بايد د دوى  څخه مننه وكړو، او له دوى نه وغواړو چي د اوږدې مودې لپاره زموږ په هېواد كي پاتې شي او خپل ځواكونه له پلازمېني نه علاوه د هېواد په نورو لويو ښارونو كي هم مستقر كړي!!

امريكايانو او د دوى افغاني مزدورانو دا هڅه كوله چي وښيي زموږ په هېواد د شوروي اتحاد او ناټوګۍ د يرغل ترمنځ څه فرق شته، دوى د امريكايانو بمبارۍ سوله ايزه گڼله، د امريكايي ځواكونو په لاس د افغانانو بې رحمانه وژني یې مشروع او جائزې وژني شمېرلې، ويل یې چي امريكايان د افغانستان د اشغال لپاره نه بلكي د بياودانولو لپاره راغلي، د ددوى ځواكونه آزادي بخښونكي ځواكونه دي نه تېر‏ي كوونكي، د ديموكراسۍ، آزادۍ او خپلواكۍ پيغام له ځان سره لري، دوى د كرزي او ببرك ترمنځ هم توپير کاوه او اوس یې د اشرف غني او یعقوب خان تر منځ هم کوي، د بن امريكايي غونډه یې داسي گڼله لكه چي هلته د امريكا او روسيې جاسوسان نه بلكي د افغان ولس واقعي منتخب استاځي راغونډ شوي وي او د افغانستان د خپلواكۍ ترلاسه كولو پرېكړه یې كړې وي، دوى له امريكايانو نه غوښتل چي خپلي بمبارۍ لازياتي او د بمونو وزن او زور ځواك لازيات كړي.

 دوی به هغه وخت ورته ویل چې د تصفيوي عملياتو لمن نورو سيمو ته هم خوره كړئ او له طالبانو او القاعدې نه علاوه نورې ډلي هم پكي شاملي كړئ!! پداسي حال كي چي امريكايانو په افغانستان كي هغه جنايات وكړل چي په تاريخ كي یې مثال ډېر كم موندلى شو، داسي جنايات چي روسانو هم ترې ځان ساته، په قلعه جنگى كي د اسلامي امارت د سلګونو اسيرانو ډله ايزه وژنه، په ارزگان كي په اوو كليو د واده په شپه بمباري، په خوست كي په جامع جومات د تراويح لمانځه په وخت بمباري، د نيازيو او د پچير او آگام په كليو وحشيانه بمبار او د سلهاوو بې گناه ښځو، ماشومانو او سړو وژنه، له طالب او القاعدې سره د تړاو په تور په سلهاوو كسان نيول او گوانتنامو ته لېږدول او په تنگو تنگو قفسونو كي د اوږدې مودې لپاره له محاكمې پرته د دوى ساتنه، د دوستم او د شمالي ټلوالي د نورو وطن خرڅوونكو ډلو په لاس له پنځو زرو نه زيات پښتانه له طالبانو سره د ارتباط په تور وژل، په پروان، کندوز، لغمان، بغلان، میدان وردګو او غور کې د جوماتونو شهیدانول، په جنوبي زون کې د چاپو په ترڅ کې د سلګونو بې ګناه هېوادوالو شهادت او دېته ورته په سلهاوو نور جنايات د امريكايانو د مزدورانو له نظره نه د غندلو وو او نه د يادولو، او نه د بشري حقوقو مغاير اعمال.

دوى امريكايانو ته په دې  ټولو جناياتو كي برائت وركولو او ملامتى یې د امریکا د يرغل په مخالفينو اچوله، د غرب په نايټ كلپونو او د فحشا خانو كي د پيدا شوو او روزل شوو تبليغات خو پرېږده حتى امريكا ته تسليم شوو تش په نامه رهبرانو او سركاري ملايانو دا هڅه كوله چي د امريكا دا بربنډ يرغل، په افغانستان كي نظامي اډې جوړول، په كابل باندې د يوه لاس پوڅى حكومت تپل، نايټ كلپونه، فحشا او د فساد خورولو رنگ رنگ مركزونه پرانستل، دا هېواد خپله مستعمره گڼل او هغه ته د خپلي خوښي نوى اساسى قانون جوړول، په خپل سر هر وخت او په هر ځاى بمباري، د هرچا نيونه او د خپلو اډو په زندانونو كي د اوږدې مودې لپاره د دوى تعذيب او ځورول او گوانتنامو ته د دوى لېږدونه، د تعليم او تربيې لپاره د خپلي خوښي داسي تعليمي نصاب وړاندي كول چي افغاني ماشومان له خپل ملي كلتور او اسلامي هويت نه پردي كړي، پدوى كي د خپلواك او آزاد ژوند او له خپلواكۍ نه د دفاع په لار كي د جهاد او قربانۍ جذبه مړه كړي، د راډيو آزادي او امريكا غږ له لاري د افغانانو د گمراه كولو لپاره 24 ساعته تبليغات او د افغانستان دننه گڼ شمېر راډيو سټيشنونه فعالول او له دې لاري د افغانانو د مذهب، او كلتور ضد خپروني كول، د روسانو په څېر افغانستان ته ملكي او نظامي مشاورين رالېږل او د تش په نامه مؤقت حكومت واگي هم عملاً په خپل لاس كي اخستل …

دا ټول یې روا گڼل او د دې په ضد یې جهاد ناروا گڼلو!! په حقيقت كي دا د تورو او سپينو پگړيو په سركوونكي آخوندان د منافقينو تر سردار عبد الله ابن ابى ابن سلول نه هم سخت منافقين دي، دې آخوندانو د لا اله الا الله كلمه په دروغو ويلې، په ژبه یې د لا اله الا الله ذكر خو په زړه كي یې له طاغوت نه تمه او وېره او په عمل كي یې د خداى او مؤمنانو له دښمن سره دوستي او ملگرتيا!!

د امريكايانو وحشيانه بمباريو عام ولس سخت وېرولي وو، چا چي د جهاد ضرورت احساساوه د اكمالاتو د منابعو نشتوالى، له دښمن سره د گاونډيو ملگرتيا او د پناه ځاى نه درلودلو په وجه یې جهاد ته زړه نشو ښه كولى، په همدې سخت حالت كي يوې ډلي با ايمانه او په خداى مينو مجاهدينو د مرحوم أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) تر قیادت لاندې د جهاد لپاره ملا وتړله، د خداى په نامه یې لوړه وكړه چي يا به خپل هېواد آزادوي يا به په‏ دې لار كي خپل سر قربانى كوي. دوى جهاد پيل كړ، الله تعالى د دوى په هڅو كي بركت واچواوه او له انتظار نه اوچت نتائج یې پرې مرتب كړل.

دا دی موږ ولیدل چې په ۲۰۰۱ کې طالبانو حق نه لاره چې په غارونو او سمڅو کې لا ژوند وکړي،خو نن یې ښارونه او ولسوالۍ په لاس کې دي،ناټوګي زاره چاودې ده چې راځئ سوله وکړه! د شرق او غرب قوتونو اوس خپله ماته او د طالبانو په بریالیتوب اعتراف کړی دی،د اسلامي امارت له تأسیس څخه تر اوسه څه د پاسه ۲۰۰۰۰۰ ځوانان د الله تعالی د دین له پاره قرباني شول او دا لړۍ لا هم روانه ده غځېږي، د چا پلار یې مخه نه شي نیولی.

بنا دا امت مړ نه دی،په دې امت باندې د ړندو او کڼو ګومان مه کوئ، دوی د جهاد په نسل مشهور دي،دوی د غازیانو بچیان دي،دوی د مظلومانو ټولګي دي،دوی د اکبر خان او ایوب لمسیان دي،امریکايي تهذیب،د ډیسکو او نایټ کلپ تهذیب د افغانستان مسیر نه شي بدلولی،دا وطن به د غازبانو وطن وي ان شاء الله.اوتم بمونه به مو د هیروشیما او ناګاساکي په څېر ښارونه ویجاړ او ښایستونه له منځه یوسي خو عقیدې نه شي له منځه وړلی،۱۷ کلن استعمار چې استحمار هم ورسره مل و د افغانانو مسیر بدل نه کړ،نو د بمونو په مور او پلار به هم هېڅ بدلون په کې را نه ولئ. دا زموږ باور او یقین دی چې امریکا به ماتېږي ان شاء الله.

مخکینې مطلب

یتیم

بل مطلب

آیا د کابل پروسې دویم پړاو به له سولې سره مرسته وکړي؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com