شاعر : جبیر احمد مشهود
ستوني کي سلګۍ سترګو کي اوښکي ګرځوي یتیم
خدای خبر چي بیابه یې د چایاد ژړوي یتیم
ګرځوي تصویر ور سره لاس کي بیا په کومه ځي
څاڅكي له ماشومو سترګكیو اوروي یتیم
داسي یوحالت دي په لیدو یې هر زړګی سوځي
یو یو کاڼي اخلي پر مزار یې سموي یتیم
وګوره پاره پاره ګرېوان پر خړ مزار پروت دی
خاوري د مزار په وچو شونډو ښکلوي یتیم
راشه باباجانه و دیدن ته دي ډیر تږی یم
درسته کړۍ ورځ پر ژبه دا تکراره وي یتیم
کله چي خپاره شي ماښامونه مورته ووایي
کله باباجان راځي بس هر ځل داپوښتي یتیم
هر ځل چي د پلار څنګ کی همزولي چیرته وویني
منډه کړي بس هغه دم د پلار قبر ته ځي یتیم
اې مشهوده بوري مور پلو خدای ته نیولي دی
غیږ کي یې له لوږي په سلګیو ژوند کوي یتیم


















