کابل ټکی کام ۱۵لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هند د جماعت اسلامي مشر مولوي سید جلال الدین عمري نن د درویشتمې کلیزې په مناسبت په نوي ډیلي کې د وینا پر مهال وویل، «د دغه هېواد مسلمانان له حکومت څخه د دغه مقدس ځای د ړنګوونکو د ژر تر ژره محاکمې غوښتونکي دي.»
هغه زیاته کړه چې هندي مسلمانان له کلونو را هیسې د یادې دوسیې د قضاوت کولو په هیله ناست دي.
ده همدا راز وویل چې د یاد جومات مخربین له ۱۹۹۲م کال څخه په ازادانه ډول ګرځي.
ده همدا راز دلبراهان قاضي کمېشن چې د بابري جومات په ړنګولو باندې د غور کولو لپاره جوړ شوی وو، د تند لارو هندوانو نومونه واضح کړي وو، خو لا هم د دغه کمېشن یوه وړاندیزه ته هم پاملرنه نه ده شوې.


















