کابل ټکی کام فرید احمد
د افغانستان لوی درستیز قدم شاه شهیم وایي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به الوتکې د امریکا له لورې ورته وسپارل شي چې کولای به شي له طالبانو سره په جګړه کې ترې استفاده وکړي.
دغه اې ۲۴ ډوله الوتکې ۲۵۰ کیلو ګرامه بمونه له ځان سره وړلای شي او په لیزري توغندیو سمبال دي.
شمیم ټینګار کوي چې د الوتکو د رارسیدو سره سم به په هیواد کې د امنیت د تامین په برخه کې کار ورکړي او طالبان به وځپل شي.
لوی درستیز د خپلو خبرو په جریان کې چې لویې جرګې ته یې کولې وایي چې سږ کال افغان ځواکونو ۳۴۴ عملیات کړي دي چې طالبانو ته یې سخت تاوان اړولی دی.
داسې بریښي چې افغانستان خپل هوایي ځواک په پیاوړي کولو باندې له بل هرڅه زیات کوښښ شروع کړی دی، خو د مبصرینو له خولې چې امریکا نه غواړي افغان فوځ پیاوړی واوسي.


















