شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

طالبان ولې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي؟/ هېواد ریان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
فبروري 28, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
508
ځلې شریک شوی
144
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سوله د جگړې د دواړو اړخونو اړتیا ده او دواړه لوري باید د سولې له‌پاره انعطاف وکړي. ملت د دواړو اړخونو له خوا د جگړې قرباني دی. طالبانو له دې وړاندې ویلي وو، چې د جگړې له اصلي لوري«امریکا» سره د سولې خبرې کوي؛ خو له افغان حکومت سره ځکه خبرې نه کوي، چې د دوی صلاحیت او واک له امریکا سره دی. روانه جگړه امریکا پیل کړې او دغه جگړه د طالبانو انتخاب نه؛ بلکې پرې تپل شوې ده.

طالبانو تېره میاشت د امریکا ولس، کانگرېس او پالیسۍ جوړونکی ته لیک ولېږه او له ټولو یې غوښتي وو، چې امریکا دې نور خپل پوځیان له افغانستان اوباسي. د طالبانو لیک په پراخه کچه تبلیغ شو او گڼو نړیوالو رسنیو د خبرونو مهم ټکی د طالبانو لیک وو.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

په کابل کې د څو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړي. څو ساعته وروسته افغان حکومت هم ورته غبرگون وښود او له طالبانو سره یې جگړه قبوله کړه؛ خو خبرې اترې نه.

تېره ورځ طالبانو یو ځل بیا له امریکا سره د مخامخ خبرو د پیل کولو هوډ ښکاره کړ. امریکايي چارواکو هم وویل، چې له طالبانو سره خبرې کوو. د امریکايي چارواکو له خبرو وروسته ارگ هم وویل، چې له طالبانو سره د شرطونو پرته خبرې کوي او دا ځل به د سولې په خبرو کې هېڅ شرط نه وړاندې کېږي.

نن په کابل کې د «کابل پروسې» دویمه ناسته وه، چې د افغان چارواکو سربېره د امریکا، روسیې، چین، ایران، هندوستان، پاکستان، ملگرو ملتونو او د گڼو نړیوالو ادارو استازو پکې گډون کړی وو. تراوسه د نننۍ غونډې پایلې له رسنیو سره شریکې شوې نه دي؛ خو د یو شمېر ویناوالو خبرې رسنیو ته راووتې.

ولسمشر غني د نورو وختونو په خلاف دا ځل د سولې لپاره ډېر انعطاف کړی و او په پوره معنا یې ځان د سولې لېواله ښوده.

۱) د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي: اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي گوند په توگه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او آزادو ټاکنو ته لاره هواره شي.

۲) د سولې لپاره حقوقي چوکاټ وضعه شي او د غوښتنې په صورت کې په اساسي قانون کې د پیشبیني شوې قانوني پروسې له لارې د اساسي قانون بیا کتنه وشي او د بندیانو د آزادولو او د بندیزونو له لېستونو څخه د ایستلو لپاره قانوني لارې چارې تعقیب شي.

۳) د افغانستان دولت په رسمیت وپېژندل شي، د قانون حاکمیت ته درناوی وشي، اصلاحاتو ته لاره هواره شي او د متوازن پرمختگ او د کډوالو د راستنېدلو لپاره انتظامات وشي.

۴) د ټولو اتباعو، په تېره د پخلا کېدونکیو طالبانو د امنیت لپاره تدابیر ونیول شي.

۵) د اقتصاد او ټولنیز پرمختگ لپاره پروګرامونه پلې شي او په ملي پروگرامونو کې کډوالو او پخوانیو جنگیالیو ته ځای ورکړل شي.

۶) د سولې لپاره نړیوال ملاتړ او همکاري ترلاسه شي، په تېره دا چې د ډیپلوماټیک مالي ملاتړ په ترلاسه کولو، د بهرنیو جنگیالیو د برخلیک معلومولو او له لېستونو څخه له سولې سره د یو ځای کېدونکو افغانانو د نومونو د ایستلو په برخه کې همکاري ترلاسه شي.

۷) او د یوه جامع تطبیقي چوکاټ له لارې بېړني، لنډه مهاله او اوږدمهاله شرایط او اهدافو ټاکل او په دې ټولو برخو کې د پرمختگ د څارنې او ارزونې یو مؤثر میکانیزم رامنځته شي.

ولسمشر غني اووه مهم وړاندیزونه وکړل؛ خو د غني له خبرو وروسته د ملي امنیت سلاکار او د ملي امنیت رییس د ولسمشر په خلاف یو ځل بیا د جګړې د سنگرونو د گرم ساتلو وویل.

په داسې حالاتو کې سوله نه راځي، چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي په یوه خوله نه وي او هر یو یې جلا جلا نظر لري.

طالبان ولې له حکومت سره خبرې نه کوي؟

۱)ځکه اوسنی حکومت په ټوله معنا د امریکا په امر چورلېږي او د امریکا له امر پرته هېڅ نه شي کولی؛

۲)حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له خپلمنځي اختلافاتو څخه نه دی خلاص شوی او هره ورځ د ارگ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ سیاسي اختللافات رسنیز کېږي؛

۳)حکومت په تېرو درېیو میاشتو کې خپل یو والي له دندې نه شي گوښه کولی؛ نو د ټول افغانستان مسئله به څنگه حل کړي؟؛

۴)په حکومت کې ځینې کسان جگړه غواړي او په دغه همدغه جگړه کې یې گټې دي؛ نو دوی هېڅکله هم سولې ته نه راضي کېږي؛

۵)حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه سره هوکړې ته نه دی رسېدلی؛ نو دوی به څنگه له طالبانو سره سوله وکړي؟؛

۶)په افغان حکومت کې ډېری پخواني جنگي مجرمین دي او له دې وېرېږي، که طالبان راشي نو د محکمې مېز ته به راکش کړل شي؛

۷)په پورته خبرو سره ځکه طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي او مخامخ له امریکا سره د سولې خبرو غوښتونکي دي.

لوی ټکي: افغان حکومتامریکاسولهکابل پروسهمهمهېواد ریان
مخکینې مطلب

که عناد ونشي او پر حقیقت سترګې روڼې شي

بل مطلب

پاکه سوله پاک نیتونه غواړي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    20 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com