(کابل ټکی کام : دوشنبه، لېندۍ ۱۶ مه، ۱۳۹۴ ل)
طالبانو هرات ولایت شينډنډ ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې د نيولو دعوه کړې، وايي چې ۶ تنه افغان امنیتي سرتېري وژلي شوي او دوه رینجر موټر يې تخريب کړي دي .
دغه پوسته د یادې ولسوالۍ اړوند د روباط په سیمه کې دایران سرحد ته څیرمه د افغان سرحدي پولیسو وه چې د یوه پراخ تعرضي بريد په پایله کې د طالبانو لاس ته ورغلې ده .
د خبر له مخې جګړه پوره دوه ساعته وغځېده چې سپکې او درنې وسلې په کې وکارول شوې، پوستې کې مېشت عسکرو څخه ۶ تنه يې وژل شوي دي او پاتې له سیمې نه په تېښته بریالي شوي دي .
طالبانو له قوله د پوستې مربوط دوه رینجر موټر يې ویجاړ شوي او یو شمېر سپکه او درنه وسله ددوي لاس ته ورغلې ده
سليم بریال


















