لاروی
چین، چې د ژوند د اسانتیاوو لپاره هر ډول وسایل جوړوي او په نړیواله کچه یې تولیداتو شهرت موندلی دی، اوس غواړي له یوې سیمې بلې لیرې سیمې ته د اوښتو اسانتیاوې برابرې کړي او یو لوی ستر پل یې جوړ کړی.
د دې اوږد پل په اړه چینايي انجینیرانو ویلي چې اوږدوالې یې تر ۴۲ کیلومترو اوړي.
د چین د سرکونو او پلونو جوړولو وزارت ویلي، د دې پل په جوړولو سره به د کوینګ دائیو او ختیځي جزیرې، هوانګ دائیو بندر، ترمنځ تګ راتګ پیل شي، چې په دې سره به چین کې د سوداګرو لپاره د جوړو شویو وسایلو د وړلو ډېره اسانتیا رامنځته شي.
چینايي انجینیرانو ویلي چې تر دې ۴۲ کیلومتره اوږد پل لاندې په اوبو کې تر ۵۰۰۰ پورې پایې (ستنې) لګول شوې دي.
















