افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له ويسټ انډيز سره لوبه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۴) د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان نن د پنج شنبې په ورځ له ويسټ انډيز سره لومړنۍ لوبه کوي.

د غوراوي سياليو په لومړي پړاو کې افغان کرکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ، زېمبابوی او هانکانګ ته لوبې بايللې وې خو پواينټونه يې ترلاسه کړي و او د نيپال له لوري هانکانګ ته په ماتې ورکولو افغانستان کرکټ لوبډلې د غوره شپږو لوبډلو (سوپرسکس) دوهم پړاو ته ځکله لاره وموندله چې د منډو اوسط يې پر نيپال او هانکانګ زيات و.

افغانستان د نړيوال جام سياليو ته د وتلو لپاره د درې نورو لوبو ګټلو ته اړتيا لري.

له ويسټ انډيز وروسته افغانستان له متحده عربي اماراتو او ايرلنډ سره هم لوبه لري.

دغه لوبې د زېمبابوی په کوربتوب او د دغې هېواد په مرکز هراري کې ترسره کېږي.

د ويسټ انډيز او افغانستان ټيمونو لوبې پر ځينو تلويزيونونو هم ښودل کېږي او ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان پر وخت په دولس بجې پيل شي.

د دوهم پړاو سياليو په دور کې له شپږو غوره لوبډلو يواځې دوه به يې نړيوال جام سياليو کې لوبېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button