اسماعیل خان: له هیواد څخه د امریکایانو وتل اندیښمنونکي دي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۴ فرید افغان)

د هرات پخوانی والي اود لویدیځ زون پخوانی جهادي رهبر اسماعیل خان وایي؛ که بهرنیان له هیواد څخه ووتل، ډیرې داخلي ستونزې به را وپاریږي.
اسماعیل خان چې تیره ورځ یې د حوت ۲۴ د شهیدانو د ورځې په یادلمانځه کې کې خبرې کولې وویل؛ له امریکایانو غواړو چې هیواد مو بې سرنوشته پرې نږدي او په خبره یې چې دا به ډیر ناوړه عواقب ولري.
سره له دې چې هیواد له سختو ملکوالطوایفي شخړو سره مخ ده او دبلخ او ارګ تر منځ ناندرۍ ورځ تر بلې زور اخلي، خو نوموړي بیا امریکایان لوی محسینین وبلل چې په وینا یې د داخلي ستونزو مخه یې نیولې

نوموړي وویل؛ موږ پوهيږو چې امریکایان له افغان جګړې نه ستړي شوي، خوپه خبره یې چې د هغوی وتل خواشینونکی دی.
طالبانو تل ویلي؛ چې د امريکايانو تر کامل خروج وروسته به مذاکرات کوي او زیاته کړې یې ده چې د هغوی اشغالګر وجود شخړې زیاتې کړې او لاهم په کوردننه شخړو ته لمن وهي.
طالبان وایي؛ که امریکایان ووتل افغانان په کوردننه کولی شي د حکومتولي پر جوړولو یو ملي توافق ته ورسیږي.
طالبانو تل ورته ګنګوسې د امریکایانو له خوا جوړې شوې بللې او ویلي یې دي چې بهرنیان د ځینو څیرو په توسط د ورته افواهاتو په خپرولو سره غواړي دلته خپل دايمي حضور ته لار هواره کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button