دنکاح اړوند ځینې بې ثبوته مسائل

لیکوال مولوی سلیمان حقانی

  مسئله : دنکاح په وکالت څوک محرم نه ګرځي
په ځینو علاقو کې چې کومه ښځه یوه مامحرم سړی دنکاح وکیل ونیسي، چې هغه ته دنکاح پلار یا ورور وایې، دا ښځه بیا له هغه وکیل څخه پرده نه کوي او محرم یې ګڼي، حالانکه شرعاً نامحرم سړی دیوې ښځې دنکاح په وکالت سره محرم نشي ګرځېدای، دنکاح وکیل محرم ګڼل اوپرده نه کول، له نقصاناتو او فسادونو څخه ډک جاهلانه رسم او رواج دی
وفي العنایة شرح الهدایة في ضمن فتح القدیر ج:۳ص: ۱۹۹
فصل في بیان المحرمات) لما کانت من بنات ادم من أخرجها الله عن محلِّیَّةِ النکاح بالنسبة إلی بعض بني آدم احتاج إلی ذکرها في فصل علی حدة واسباب حرمتهنّ تتنوع إلی تسعة أنواع: القرابة، والمصاهرة، والرضاع، والجمع، وتقدیم الحرة علی الأمة، وقیام حق الغیر من نکاحٍ أو عدّة، والشرک، وملك الیمین، والطّلقات الثلاثُ، وکل ذلك مذکور في الکتاب.
ترجمه: دمحرماتو په بیان کې فصل: هرکله چې د ادم علیه السلام ځینې لوڼې د ادم علیه السلام ځینې اولاد ته، الله تعالی دنکاح له محلیت څخه راخارجې کړې نو هغه یعنې صاحب دهدایه دمحرماتو ذکر کولو ته په علیحده فصل کې اړ شو، دمحرماتو د حرمت اسباب نهو اقسامو ته تقسمېږي: قرابت، مصاهرت یعنې خېښي، رضاعت، جمع والی، پر وینځه دحرې مخکې والی، دغیر دحق قایم والی له نکاح او عدت څخه، شرک، دیمین ملکیت او درې طلاقونه، او داټول په کتاب کې ذکر دي.
(وګوئ! دلته ددایمي محرمیت او موقت محرمیت ټول (۹)اسباب ذکر شوي دي خو په دې کې دنکاح وکیل نه دی ذکر شوی. )
وفي رد المحتار ج: ۲ص: ۱۵۷
والمحرم من لا یجوز له مناکحتها علی التأبید بقرابة أو رضاع أو صهریة کما في التحفة.
ترجمه: په تحفه کتاب کې دي محرم هغه څوک دی چې له هغه سره دقرابت یا رضاعت او یا دصهریت یعنې خیښۍ له امله په دایمي توګه نکاح نه جایزېږي .
مسئله
متبنی محرم نه دی
ځینې خلک چې نارینه اولاد نه لري، نو دبل چا ماشوم په زویتوب نیسي او دزوی په شان یې پالل او تربیت کوي، په عربۍ کې ورته متبنی وایي، داکار په شریعت کې هم جایز دی، البته داماشوم حقیقي زوی نه دی، چې کله بالغ شي، نوچاچې په زویولۍ نیولی دهغه ښځه او لوڼې به ترې داسې پرده کوي لکه څنګه چې له نامحرم سړي څخه پرده کوي، لنډه دا چې یو څوک نامحرم وي، نو په زوینوي محرم نه ګرځي.
في القرآن الکریم الأحزاب /۳
ماجعل الله لرجل من قلبین في جوفه وما جعل أزواجکم اللائي تظاهرون منهن أمهاتکم وما جعل أدعیاءکم أبناءکم ذلکم قولکم بأفواهکم والله یقول الحق وهو یهدي السبیل (۳)
ترجمه: الله تعالی دهېڅ سړي په سینه کې دوه زړونه نه دي ایښي او نه یې هغه ښځې چې تاسې ورسره ظهار کوئ ستاسې میندې ګرځولي دي او نه یې ستاسې په زامنو نیولي هلکان، ستاسې زامن کړي دا ستاسې په خولو کې ستاسې خبرې دي او الله حقه خبره کوي او همدغه الله دسمې لارې هدایت کوي.
وفي ردالمحتار ج: ۲ص: ۳۰۲
قوله: (وزوجة أصله وفرعه) لقوله تعالی (ولاتنکحوا مانکح آباؤکم) وقوله تعالی: (وحلائل أبنائکم الذین من أصلابکم) … وذکر الاصلاب لاسقاطه حلیلة الابن المتبنی لا لاحلال حلیلة الابن رضاعا فإنها تحرم کالنسب.
ترجمه: او دخپل اصل او فرع ښځه محرمه ده، دالله تعالی ددې قول (ولاتنکحوا مانکح آباؤکم) او دالله تعالی ددې قول (وحلائل أبنائکم الذین من أصلابکم) له امله او اصلاب ذکر دمتبنی دښځې دساقطولو له امله شوی دی، درضاعي دزوی دښځې دساقطولو له امله نه دی شوی؛ ځکه چې هغه هم دنسب په شان حرامه ده.
مسئله
ناسکه خواښې نامحرمه او اجنبۍ ده
دځینو عوامو په نظر کې ناسکه خواښې (یعنې دخپلې ښځې میرنۍ مو) محرمه ګڼلی شي، حالانکه دا نظر غلط دی؛ ځکه چې ناسکه خواښې یقیناً نامحرمه او اجنبۍ ده، او دخپلې سکه خواښې په شان دمحرمیت درجه نه لري.
وفي صحیح البخاري ج: ۱ص: ۷۶۵
وجمع عبدالله بن جعفر، بین ابنة علي وامرأة علي وقال ابن سیرین: {لابأس به} وکرهه الحسن مرة، ثم قال {لابأس به}
ترجمه: اوعبدالله بن جعفر رض دحضرت علي لور اود حضرت علي ښځه په نکاح کې جمع کړې وې. او ابن سیرین وایي: داپروانه لري. اوحسن بصري یوځل ورته مکروه وویل او بیا یې وویل پروانه کوی.
یادونه
هرکله چې له عبدالله ابن جعفر څخه دا ثابت دي چې ښځه او میرنۍ مور یې په نکاح کې جمع کړي، نو دا واضح دلیل دی چې ناسکه خواښې نامحرمه ده او حتی چې موقت محرمیت هم نه لري.
ماخذ بې ثبوته مسائل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button