امريکا چې کومه شمېره د سولي لپاره ډائل کړې اوس له ساحې څخه بهر ده.

حمید افغان
امريکا او متحدين يې نور بايد له خپل خره ښکته شي، سوليزي حلارې ته غاړه کښيږدی، خبری او عمل دې سره يو کړی، په عملې ډول دې له جګړې نه لاس واخلې، او عملي صلح کولو ته دې ژمن شي، د بشري حقوقو درناوی دې په تمامه معنی وکړي، خپل عسکر دې بې ځایه نه وژني، ملياردونه ډالر دې بې ځای نه مصرفه وي، دا لږ ور پاته حيثيت دې له لاس نه ور کوي، د سولې دروغجني نارې دې نورې نه وهي، هسي عبث دې نور وخت نه ضايع کوي، د روسانو په څېر دې ځانونه نه شرموي، په افغانستان کې د تيرو شوو يرغلګرو په شان دې رسوا ماتې ته ځان نه ور برابر وی، خپلو ولسونه دې په درواغو او باټو نه تيرباسي، په ځان او په جهان دې ملنډې نه وهې، خپل کښينولی ګوډاګيانو دې نور نه شرموي، خپل عسکر او غلامان دې نور په طالبانو نه وژني.
تاريخ ښودلې، چې د دوی په شانې د وخت مجهزو قوتونو د نظامي لارې په افغانستان کې ماتې خوړلې او تښتيدلي، افغان مسلمان ملت د تيرو مغرورو قوتونو سره همدا ډول د سپيڅلي عقيدې پر بنياد هر ځلې تر ګټلو مبارزه کړې، هغوی يې تيښتې او ماتې ته مجبور کړي.
که تيرو وختونو ته وکتل شي، امريکا او متحدين يې له هر پلوه مخ په زيان روان دي، د دوی د زرګونو وژل شوو عسکرو او ملياردونو ډالرو په مصرف جوړ شوی افغان جنجالي حکومت، بيله دې چې خپل منځ کې سره وخوري، يا فساد غلا يو په بل تورونه ولګوی، بل څه نه کړی او نه کولای شي، امريکا دې نور دا دوه مخی سياست او شين منافقت سوله او جنګ او دواړه نه تشريح کوي، دا ډول چې“ امريکا د سولې لپاره کومه شميره ډائل کړی اوس له ساحې څخه بهر ده، يا هم غلې ده. “
د امريکا برو برو اوس له منځه تللی، د امريکا حيثیت نور مخ په زوال دی، د امريکا هغه پخوانی عزت او ابرو اوس مخ په کمېدو ده، د دنيا په تاريخ کې که وګورو چې هرچا تجاوز او ظلم کړی، هغه الله جل جلاله تباه او بر باد کړي، امريکا د ديمکراسۍ په نامه يې په ملتونو تيری وکړی، امريکا او متحدين يې نور په جهان کې بد نام او مات شوي، دوی دې نور دواقعي صلحې او منطق ته غاړه کيږدي، دوی دې نور د ولسونو په سترګو کې خاوری نه اچوی، د دې وخت نور تېر شوی چې د صلح په نامه په طالبانو د تسلیمۍ ناره وکړي، يا دې بمبار او زور له لارې ځان او خپلو مرال بايللو ګوډاګيانو ته د پښې ايښېدولو ځای پيدا کړي.



