(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۵ فرید افغان)
د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان پر ایران تور لګولی چې په سیمه کې نفرتونو ته لمن وهي.
بن سلمان ویلي؛ د ایران پوځ د سعودي پنځمه برخه ځواک هم نه لري او موږ ترې په ځلونو زیات ځواکمن یو.
سعودي مشر، ایران ته د هیټلر خطاب کړی او په سیمه کې یې د نفرتونو په زیږولو تورن کړی.
سعودی ویلي؛ اتومي وسلې نه جوړوو، خو که ایران جوړې کړې موږ هم تر چا کم نه یو.
ایران دې خبرو ته غبرګون ښودلی او د سعودی ځوان مشر یې دجهالت نمونه او د امریکایانو د لاس آله بللې.
ایران ویلي؛ سعودي چې یمن د بې وسلې ولس نه ماتې ومنله نو د ایران ضد لافې دې کله هم نه وهي.
په یو بل اقدام کې د محمد بن سلمان په میرنۍ خور پسې پولیس ګرځي ترڅو یې ونیسي او محکمې ته یې وسپاري.
پر نوموړې تور دی چې په ۲۰۱۶ کال کې یې په فرانسه کې د خپلې مجللې ماڼۍ یو انجینیر چې د ماڼۍ د د یکوریشن انځورونه یې د دې په خاطر اخیستل ترڅو چې نیمګړتياوې یې په ګوته کړي، په دې تور وهلی چې ګواکې دا انځورونه رسنیز کوي .
د ډيلي میل ورځپاڼې د اپور ترمخه؛ حصة بنت بنت سلمان د یاد انجینیر تر سختو وهلو وروسته فرانسه پریښې او اوس محکمې حکم کړی چې یاده میرمن به د انجینیر ضبط شویو سامان الاتو سربیره ۲۰۰۰۰ يورو تاوان هم ورکوي.
د امریکا ان بي اس نیوز بیا د امریکا د ا ستخباراتو له قوله راپور ورکړی چې بن سلمان د خپلې مور او خپل پلار په منځ کې له تیرو دو کلنو راپه دیخوا جدايي راوستلې.
ان بي سي ته ۱۴ امریکایی استخباراتي مقاماتو ویلی چې دبن سلمان له پروګرامونو سره د نوموړي مور مخالفه ده نو له دې ویرې چې هسې نه پلار یې د ده پر ضد راوپاروي په یو پټ ځای کې بنده کړې.
امریکایي مقاماتو ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې کله چې باچا سلمان د بارک اوباما په دوره کې سپینې ماڼۍ ته ورغی نوموړي ترې د هغه د میرمنې پوښتنه وکړه، سلمان ورته کړه چې هغه لندن ته د درملنې په موخه تللې او زیاته یې کړه غواړي چې له هغې سره په دې سفر کې وویني.
امریکایي مقاماتو ویلي چې د نوموړي میرمن هغه مهال په نیویارک ښار کې وه او اوباما هم پوهیده خو له نوموړي یې دا خبره پټه کړه.
ان بي سي وایي؛ محمد بن سلمان اوس هم خپله مور په مختلفو بهانو له پلار څخه پټه په یو کور کې نظر بند ساتلې.
د یادونې وړ ده چې د سعودي د دفاع وزارت او د هیواد د ټول صلاحیت واک اوس له باچا سلمان څخه د نوموړي ځوی محمد بن سلمان چې سپینه ماڼۍ یې پلوي کوي، اخیستي.


















