بریتانیا: په افغانستان کې به د ځواکونو د ډیریدو سربیره تلپاتی نظامي حضور ولرو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۷ فرید افغان)
د برېتانیا ددفاع وزیر ګوین ویلیامسن له اجرايه رئیس داکتر عبدالله سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به په نظامي برخه کې مرستې لا زیاتې کړي.
نوموړي ویلي چې؛ په لویو لارو کې د امنیت راوستلو د کامل ثبات او نورو موخو په خاطر د خپلو ځواکونو شمیر تر ۶۵۰ پورې لوړوي.
نوموړي زیاته کړه؛ بریتانوي ځواکونه به د ksf ځانګړي نظامي ځواکونه هم په ښه بڼه وروزي ترڅو د طالبانو پرضد عملیاتو کې ښه رول ولري.
ویلیامسن وویل؛ ‹‹یو با ثباته افغانستان به د برتانیا په واټونو کې له امنیت سره مرسته وکړي. د امنیتي خدمتونو زیاتوالی، چې د افغانستان د ثبات او سولې بنسټ او ستنې جوړوي، د بریتانیې د اجنډا په سر کې ځای لري››
انګلیسي دفاع وزیر وویل؛ افغانستان له فوق العاده امکاناتو برخمن دی خو د امنیت نشتوالي دا هرڅه ناممکن کړي.
نوموړي د خپلو ځواکونو سره له نږدې وليدل او له هغوی سره یې په یوه ګزمه کې هم د څو دقیقو ملګرتیا وکړه.
بریتانیا په افغانستان کې ۵۰۰ عسکر لري چې ښایي راتلونکي کې دا شمیره نوره هم لوړه شي.















