د فارياب ولايتي شورا: د سيمه ييزو پوليسو قومندان له سل وسله والو کسانو سره طالبانو ته اوښتی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۷) د فارياب د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سيلاب وايي، چې د دغې ولايت په ګرزيوان ولسوالۍ کې د سیمه ييزو پوليسو يو قومندان له سل وسله والوکسانو سره طالبانو ته اوښتی دی.
د سيلاب په خبره، دغه قومندان (غلام نبي شجاع) نوميږي او په دره زنګ ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه.
نوموړی وايي، قومندان غلام نبي تر دې مخکې د دره زنګ ولسوالۍ له ولسوال سره نښته هم کړې وه چې پر مهال يې دوه ويشت کسان وژل شوي و.
د فارياب د امنيې قومندانۍ وياند عبدالکريم يورش هم طالبانو سره د قومندان غلام نبي يوځای کېدل مني خو زياتوي چې نوموړی قومندان له خپلو لسو يا پنځلس ملګرو سره طالبانو ته اوښتی دی.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد هم له دوی سره د قومندان شجاع يوځای کېدل مني او زياتوي چې نوموړي په سيمه کې د څلور زره کورونو مشري په غاړه لرله او له سلو وسله والو کسانو سره دوی ته اوښتی او خپلې سل ميله وسلې يې هم طالبانو ته سپارلي دي.



