په نویمه لسیزه کې پر ټول افغانستان ملک الطوایفي حاکمه وه. د ولایتونو، ولسوالیو او حتی د وړو ـ وړو کلیو حکمرانان معلوم وو او هر چا د خپلې خوښې واک چلاوه. هېواد مو تجزیې نه نږدې شوی و او که پاټکیان څو کاله نور هم پاتې وای؛ نو اوس به افغانستان په شمال، سویل، ختیځ او لویدیځ وېشل شوی و.
د طالبانو له حضور سره سم په ټول افغانستان کې د پاټکیانو ټغر ټول شو، افغانستان د مرکزي نظام څښتن شو، ۹۵ سلنه خاوره کې داسې امنیت راغی، چې په شلمه پېړۍ کې یې چا خیال هم نه شو کولی او د افغانستان تجزیه غوښتونکو ارمانونه خپلو ګورونو ته یوړل.
د طالبانو نظام د افغانستان په تاریخ کې بې جوړې نظام و. اسلامي شریعت نافذ شوی و، عدل و، انصاف و، د حدودو عملي کول وو، رشوت، اختلاس، زورواکي، بې عدالتي او د ناقانوني کړنو ټغر په یو مخیز ډول ټول شوی و.
د امریکايي یرغل وروسته یو ځل بیا دغه لوبه ګرمه شوې ده. د قدرت جزیرې ورځ تر بلې پیاوړي کېږي، والیان، وزیران، رییسان او نور چارواکي خپلې سیمې لري. یو وخت داسې و چې پنجشېر ته پښتون نه پرېښودل کېده، کابل کې پښتنو ته تراوسه په سمه سترګه نه کتل کېږي او د امریکا له خوا لومړی خلک چې باید ووژل هغه پښتانه دي. بې قانوني، بې عدالتي، زورواکي، رشوت، غلا، ناامني او نور ناقانوني کړنې د دې حکومت غوښنه برخه ده.
له تېرو څلورو میاشتو راهیسې ارګ د بلخ والي له واکه ګوښه نه کړی شو، د سمنګان والي بغاوت وکړ، د کندهار امنیه قومندان هم په بغاوت ناست دی، د ولسي جرګې ځینې غړي یې ځانته واکمني لري، په ولایتونو کې غونډې کوي او افغانان په سویل او ختیځ وېشي. ولسي جرګه د فساد جرړه ده او د تېرې اوونۍ ټاکنې یې موږ ټولو ولیدلې.
طالبانو تېره ورځ رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د افغانستان تجزیه غوښتونکو خوبونه به رښتیا ته پرېنږدي او دغه ارمان به ګور ته یوسي.
اوسني حقایق دادي، چې طالبان اوس د هېواد په هر ګوټ کې دي. اوسنۍ جګړه یوازې د سویلي ولایتونو پورې محدوده نه ده. اوس طالبان په شمال، ختیځ، لویدیز، مرکز او سویلي ولایتونو کې پراخه سیمې تر واک لاندې لري؛ نو په داسې حالت کې د افغانستان تجزیه غوښتونکو ارمان به بیا له خیره خاورې کېږي.
په شمال کې کندوز دوه ځلي سقوط شو، اوس یې هم ډېرې ولسوالۍ له طالبانو سره دي، په لویدیځ ولایتونو کې هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ډېرې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي. د سویل، مرکزي او ختیځ ولایتونو پوښتنه خو بېخي مه کوئ.
له طالبانو همداسې هیله کېده، چې د اوسنۍ تجزیې غوښتونکي خولې بندې کړي؛ ځکه د امریکا پلان همداسې دی، چې افغانستان په سیمو، قومونو، ژبو، سمتونو او د جنګسالارانو ترمنځ ووېشي او د عراق لوبه دلته هم تکرار کړي. په عراق کې کُردانو د خپلواکۍ اعلان وکړ او دلته هم ځینې ډلې په شا ټپوي، چې تاسې هم ورته اقدام وکړئ.
عام خلک د داسې ورځې په تمه دي، چې طالبان بیا پر ټول افغانستان واکمن شي. مرکزي قوي اسلامي نظام ولري، امن راشي، زورواکان او جنګسالاران د محکمې مېز ته راکش کړل شي، له غلو پوښتنه وشي او شتمني یې کنګل او د دولت خزانې ته ولاړې شي، دندې ولري، خپلو کورونو ته ډاډه ولاړ شي، له ملګرو سره د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې وګرځي، ټول افغانستان ورته خپل کور ښکاره شي او په ډاډه زړه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي. ملت د طالبانو راتګ ته شېبې شمېري او دغه شېبې به ډېر ژر ان شاء الله راشي.

















