جوزجان: د داعش ملایان چې خلک یې په زور د سلفیت منلو ته هڅول، د سیمې خلکو ډبولي

د دوی په وینا یاد عالم د دوی غوښتنه نه وه منلې او هغه یې په دورو واهه چې پر دې مهال د سیمې ځوانانو چې شمیر یې تر ۸۰ تنو رسیده پردوی برید وکړ ، ټول یې خالي سلاح کړل او ښه یې وډبول.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)

د جوزجان چارواکي وایي چې، سیمیزو خلکو د داعش دوه ملایان چې خلک یې په زور د سلفیت منلو ته هڅول وهلي.
ددې ولایت د قوشتپې ولسوالۍ د چقمه چقور د کلي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې دوه تنه ملایان د خپلو ۶ مسلحو کسانو په مټ د سیمې یو دیني عالم مولوي تاج محمد ته راغلي و، تر څو پر هغه فشار راوړي چې سلفیت ومني .
د دوی په وینا یاد عالم د دوی غوښتنه نه وه منلې او هغه یې په دورو واهه چې پر دې مهال د سیمې ځوانانو چې شمیر یې تر ۸۰ تنو رسیده پردوی برید وکړ ، ټول یې خالي سلاح کړل او ښه یې وډبول.
تر دې پیښې وروسته یاد دیني عالم ته داعشي سلفیانو د مرګ ګواښ وکړ چې بالاخره نوموړی اړ شو تر څو د شبرغان ښار ته لاړ شي.
د جوزجان د امنیې قوماندان مل پاسوال فقیرمحمد ” جوزجانی ” دا پیښه تائدوي او زیاتوي چې داعش ډله په زور پر خلکو سلفیت مني او د سیمې خلک له دې کړنو تر ستوني راغلي.

د قوشتیپې ولسوال امین الله وایي چې د سیمې خلکو د مجبوریت له کبله دا کار کړی او نوموړی یې ستایي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان ۹۹ سلنه اتباع د حنفي فقهې پیروان دي چې په دې وروستیو کې دې ډلې د احنافو د لویو علماؤ د وژلو د سلفي عقیدې په ترویجولو او د احنافو پر ضد په مختلفو توطیو جوړولو لپاره مټې رابډوهلې.

یو شمیر  څارونکي  په دې  آند دي چې د داعش ډلې منځ ته راتګ هم په افغانستان کې د دې عقیدې د دودولو پخاطر ده  چې د دوی په وینا؛  د یادې ډلې تبلیغاتي لګښتونه  هم تر ډیره لویدیځ هیوادونه او سعودي عربستان ورکوي .
دا ډله  د مذاهبو پیروان مشرکین او په نوروسپکو نومونو یادوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button