د امریکا د پوځ لوی درستیز افغانستان ته راغلی

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ نن افغانستان ته راغلی تر څو د امریکا د نوې سټراټیژۍ په اړه ځان مطمین کړي.

جنرال ډنفورډ هغو خبریالانو ته چې له ده سره په دې سفر کې ملګري دي، ویلي: غواړم له هغو سلاکارانو سره خبرې وکړم چې هره ورځ له افغانانو سره په ګډه کار کوي څو پوه شو چې موږ چېرې رسېدلي یو.

د امریکا د لویې درستیزۍ پر ویبپاڼه لیکل شوي چې نوموړی به له لوړپوړو افغان او بهرنیو پوځي چارواکو سره وګوري او معلومه به کړي چې د ډونلډ ټرمپ نوې سټراټیژي په پوره زور او شور کې روانه ده که نه.

له جنرال ډنفورډ سره په دې سفر کې له عادي حالته زیات کسان ملګري دي، چې د استخباراتو، سټراټیژۍ او د لوژیستیک برخو کې پوهه او تخصص لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button