(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۹ فرید افغان)
د منځني ختیځ رسنیو راپورونه ورکړي چې ؛ اسرایلو پریکړه کړې چې د خپلو ځانګړو ځواکونو یو لوی ټولی عسکر به افغانستان ته واستوي.
د اطلس خبري اژانس دخبر تر مخه، په لنډ راتلونکي کې به ټولټال ۹۰ یهودي عسکر د امریکا په تابعیت افغانستان ته ورسیږي.
د دې ځواکونو موخه دا ده تر څو له خپل هیواد څخه بهر داسلامپاله جګړمارو ډلو سره د جګړو په میدانونو کې خپلې تجربې زیاتې کړي.
خبر زیاتوي چې؛ اسرایل غواړي خپل ځواکونه د جګړو له لومړیو کرښو سره اشنا کړي تر څو په راتلونکي کې د شیعه حزب الله ډلې سره د ممکنه ښکیلتیا لپاره چمتو وي.
د راپورونو په اساس اسرایلي ځواکونه هم له ټول هغه قضایي مصؤنیت څخه برخمن دي کوم چې افغان دولت امریکایانو ته ورکړی.
له امریکایانو سره په شوي امنیتي تړون کې راغلي چې که هر امریکایي په افغانستان کې پر ولسي خلکو یا هم دولتي ځواکونو تیری وکړ، افغان حکومت او قضایي ارګانونه یې نه شي کولی هغه محکمه کړي او آن د هغه تیري د غندلو حق هم نه لري .
اسرایلي ځواکونه به هم په لوی لاس هغه څه ترسره کوي چې امریکایان یې غواړي .
د اسرایلي ځواکونو بل هدف د جګړیزو تکتیکونو سره بلدتیا ښودل شوې.
باید وویل شي چې افغانستان او اسرایل هیڅ سفارتي اړیکې نه لري خو بیا هم د دې هیواد بیپلوټه الوتکې او یو شمیر چورلکې په افغان جګړو کې کارول کیږي.
د دې ترڅنګ په افغانستان د یرغل له پیله تر اوسه د امریکایانو په لیکو کې یهودي عسکر و، خو اوس به رسماً د خپل هیواد په استازولی په افغان جګړو کې ځان ښکیل کړي
د شنونکو په باور، داسې ښکاري چې افغان جګړه نوره هم پیچلي پړاو ته په دا خلیدو ده او امریکایان او متحدین یې غواړي خپل ټول جنګي قوت دلته تجربه کړي


















