تبصره
دفاع وزارت په اونۍ کې یو ځل مطبوعاتي کنفرانس جوړوي او د خپلو ’لاسته راوړنو‘ په اړه خبریالانو ته معلومات ورکوي، چې د یو شمېر رسنیو لخوا په غټو سرخطونو سره چاپ شي. ځینې د همدې ډول موضوعاتو او تبلیغاتو لپاره له بهره تمویل کېدونکې انځوریزې رسنۍ خو پرې د ګرديو مېزونو بحثونه هم تاوده کړي، دومره د حکومت د لاسته راوړنو (ولسوژنو) موضوع ګرمه کړي چې کله کله په ګرديو مېزونو کې تاوده بحثونه پر تاوتریخوالي بدل شي.
په افغانستان کې تل د یوه نظام په بدلون مرګونه شوي دي، خو تر ټولو زیات بې ګناه او بې وزله ولس د جګړو او نظامونو د بدلونونو قرباني شوی دی. اوس هم له امریکايي یرغل راهیسې ولس د جګړو او ړندو عملیاتو قرباني کېږي.
په غزني کې په ړندو عملیاتو کې ولسي وګړي قرباني شول. په لوګر کې د ولسي وګړو وژل ’لاسته راوړنې‘ وشمېرل شوې. د هوايي بمباریو او کمپاینونو پر مهال ولسي وګړي قرباني کېږي. ماشومان، ښځې او سپین ږیري تر ټولو زیات د همدا ډول پېښو قرباني کېږي، خو چې دفاع وزات اوونیز خبري کنفرانس ورکوي، د ولس وژلو ته د حکومت ’لاسته راوړنې‘ ووايي.
که زورواکي پر ولس هر څومره ظلم وکړي، کورونه، ځمکې او شتمني یې لوټ کړي، حکومت پرې چوپ دی. که ولس هر څو د محلي پولیسو (د سپینې ورځې د غلو) له لاسه تنګ شي او له سیمې کورونو پرېښودو ته اړ شي، حکومت پرې چوپ دی.
د ولس او حکومت تر منځ چې فاصله زیاته شوه همدا لامل دی چې ولسي وګړي په یوه او بل نامه وژل کېږي او زورواکي یې ځمکې غصبوي.
د ولس او حکومت فاصله به ولې نه زیاتېږي چې د هېواد په ختیځ چپرهار ولسوالۍ کې ولسي وګړي د عملیاتو په نامه په خپلو کورونو او پټيو کې وژل کېږي؟ د حکومت او ولس فاصله به ولې نه زیاتېږي چې د خپلو مړو په فریاد هم پرې ډزې کېږي؟ د حکومت او ولس فاصله به ولې نه زیاتېږي چې له یوې خوا له ولسه ملاتړ غواړي او له بلې خوا یې وژنو ته لاسته راوړنې وايي.
په غزني او ننګرهار کې ولسي وګړو د حکومت پر خلاف ټوپک نه ؤ رااخیستی، عملیاتګر یې په توره شپه پر کورنو وروختل او ویې وژل. د چپرهار ولسي وګړو خو د حکومت پر خلاف له خولې غږ هم نه دی پورته کړی، خو په توره شپه یې وحشیانو له ځمکه والو سره یوځای دوه ښوونکي هم ووژل.
که د حکومت ’لاسته راوړنې‘ دا وي چې د هرې داړه مارې او مرګونې پیښې ځواب سیمې ته د پلټونکي پلاوي په لېږلو ورکوي، بیا خو نورو جګړو ته اړتیا نشته. په هر ولایت کې د ولسي وګړو پر خلاف عملیات کېږي، پر کورونو په توره شپه وراوړي، وژني یې؛ همدا ’لاسته راوړنې‘ یې بس دي..!
حکومت د خپلو لاسته راوړنو لپاره سیمې ته پلاوي د څه لپاره لېږي؟ مقتول هم څرګند او قاتل هم، ظالم هم څرګند او مظلوم هم، رشوت اخستونکی هم څرګند او ورکوونکی هم، د ځمکې خاوند هم څرګند او غاصب هم. که د حکومت لاسته راوړنې یواځې د ولسي وګړو وژل وي، بیا دې اشرف غني امریکايي قوماندانانو ته په یوه او بل نامه مډالونه، نه ورکوي. همدې ملي اردو او ځانګړي پوځ ته دې یې ورکړي، ځکه هم خپل دي او هم د ماشومانو، ښځو او سپین ږيرو په وژلو کې ښې ’لاسته راوړنې ‘لري.
همدا د ولسي وګړو د وژنو لاسته راوړنې دي چې افغانستان یې په نړیواله کچه د وروسته پاتې هېوادونو له ډلې ۱۶۸ هېواد کړ. تر دې چې نور هم پاتې شي بیا به یې لاسته راوړنې په سقوط تمامی شي.
د حکومت لاسته راوړنې همدا دي چې یو والي بل ولایت ته تبدلېږي، له ولایته دې غالۍ، کمپیوټرونه، او دولتي موټر هم له ځان سره یوسي. که د ولسي وګړو په وژنو او لوټ مار ’لاسته راوړنې‘ دوام ولري، ډېر ژر ده چې حکومت به د سقوط په لاسته راوړنو هم واړوي.


















