چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

زه ولې نوروز نه لمانځم؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 20, 2018
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
147
ځلې شریک شوی
169
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: الیاس تکل

دا چې کال په نوي کېدو دی، په فسبوک کې ځينې غرب مشربه او پردي پاله خلک اسلامپاله افغانانو ته وايي چې نوروز ولې نه لمانځئ؟
د دې پوښتنې په ځواب کې غواړم خپل نظر د اسلامي شريعت په رڼا کې په لاندې کرښو کې څرګند کړم:
نوروز لمانځل د مجوسیانو او مشرکانو کار او عمل دی، زه يې نه لمانځم، که مې ولمانځلو نو بیا به مې له مشرکانو او مجوسیانو سره مشابهت راشي، او د مشابهت په اړه رسول الله ﷺ فرمایي:
«مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» (رواه ابوداؤد).
ژباړه: هغه څوک چې له یو قوم سره مشابهت کوي؛ نو دی هم له هغو څخه دی.
نو څوک چې ځان ته مسلمان وايي هغه بايد د مجوسیانو او مشرکانو په اخترو او اعمالو کې ګډون ونه کړي، ځکه چې د هغوی په اعمالو کې ګډون کول له هغوی سره مشابهت دی.
که څوک ځان د رسول الله ﷺ اوامرو او نواهي وو ته ژمن بولې نو بايد چې ويې نه لمانځي، زموږ د خوشحالۍ دوه ورځي دي چې یو لوی اختر دی او بل کمکی اختر دی او د مجوسيانو اختر نورورز دی.
موږ بايد د اخترونو او د خوشاليو د ورځو په اړه د اسلام د مبارک دين د حکمونو او د رسول الله د ارشاداتو درناوی وکړو چې د مسلمانانو لپاره دوه ورځې دي، هغه بايد ولمانځو، که مېلې پکې کوو او که چکرې پکې وهو …
ملا علي قاري – رحمة الله عليه – په مرقات شرح مشکوة (۱۴ جلد، ۴۹۱ صفحه) کې وايي چې ابو حفص الکبير الحنفي وايې که چا د نوروز په ورځ يوه هګۍ هم مشرک ته ډالۍ کړه نو دا شخص د الله ﷻ په نزد باندې کافر شو او ټول اعمال يې برباد شول.
او حسن بن منصور وايي که چا د دې ورځې تعظيم په خاطر څه واخستل نو کافر دي او که مقصد يې د رزق پراخي وي نو بيا هم مکروه او حرام دی ځکه له کافرو سره مشابهت کول دي.
شيعه ګان نوروز د دې لپاره هم لمانځي چې په دې ورځ عثمان (رضي الله عنه) شهيد شوی دى او علي (رضي الله عنه) ته خلافت په لاس ورغلى دى، او داسی عقیده ساتل سوچه کفر ده.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نو د پورتني بحث په اساس، د يادې پوښتنې په ځواب کې په لنډ ډول وایم:
زه نوروز نه لمانځم ځکه زه مسلمان یم او په اسلام کې د نوروز لمانځل نشته.
اسلام موږ ته د ژوندانه په ټولو چارو لارښوونې کړې، چې دا کار او دا عمل وکړئ او دا مه کوئ نو په دې ترڅ کې د نوروز لمانځلو څخه هم منعه شوي يو ځکه نوروز د مجوسیانو او مشرکانو اختر او ور پورې تړلی عمل دی، دا ورځ په دوی کې ډير لوړ حيثيت او مرتبه لري خو د افسوس ځاى دا دى چې د ګران هيواد افغانستان ځينې خلک هم د دې ورځې په لمانځلو د مجوسیانو او مشرکانو د کلتور او تهذيب تر اغيز او تاثير لاندې راغلي دي.
موږ دوه اخترونه لرو همدا مو بس دي، زه په دې پوهېږم چې د نوروز لمانځل ناسم کار دی او دا زما مسئولیت دی چې خلک پوه کړم چې مه یې لمانځئ، خیر دی کال پراخ دی بیا به د کال په کومه بله میاشت کې او په کوم بل موسم کې چکرې ووهئ او مېلې به وکړئ خو ځان په دې عظیمه ګناه کې مه اچوئ.
د نوروز لمانځلو ته ترټولو ډېر کمپاین د بي بي سي او ازادي په نوم راډیو ګانو په څېر پردي پال او مزدوره رسنۍ کوي، د دوی ټولې هلې ځلې دا دي چې د افغان ولس شعایر، دیني او مذهبي کلتور اختطاف کړي او پرځاي یې امریکایي، هندي، ایراني، مجوسي، کلتور رایج کړي. خو موږ به دوي د خپلو شومو اهدافو رسېدو ته پرېنږدو ان شاء الله.
ګرانو ورونو او خویندو ! که ځانونه درته مسلمانان او مؤمنان ښکاري نو مه یې لمانځئ ، نور نو ستاسې خپل عمل او زما خپل عمل دی صرف دا خپل مسؤلیت مې ادا کړ.

مخکینې مطلب

هر عمل عکس العمل لري

بل مطلب

اسرائیل افغان جګړې ته  ځانګړي پوځیان رالیږي

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com