امريکا کې د پاکستان سفير: امريکا دې د جګړې تګلاره د سولې په تګلارې بدله کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۹) د پاکستان يو لوړ پوړي ديپلومات ويلي، چې افغان جګړه يواځې د سولې خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلی شي، امريکا او افغان حکومت دې د جګړې تګلاره د سولې په تګلاره بدله کړي.

د مسير ورځپاڼې د راپور له مخې، په امریکا کې د پاکستان سفير اعزاز چودري رسنيو ته په تازه څرګندونو کې ويلي هېواد يې له طالبانو، افغان حکومت او امريکا سره د سولې په برخه کې همکارۍ ته تيار دی خو امريکا او افغان حکومت بايد د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه غور وکړي.

د چودري په خبره، که امريکا په رښتيني توګه په افغانستان کې جګړه ختمول غواړي نو خپله جګړييزه تګلاره دې په سوله ييزه تګلاره بدله کړي او له دغې هېواد څخه دې د خپلو ځواکونو د ويستلو لپاره پلانونه جوړ کړي.

په امريکا کې د پاکستان سفير تيره ورځ هم وويل، چې د افغانستان جګړه د زور له لارې نه بلکې يواځې د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلی شي.

هغه ويلي، چې امريکا ته نه ښايي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پرضد د پاکستان په هڅو شک وکړي په خبره يې د امريکا او پاکستان تر منځ وروستۍ ترينګلې اړيکې بايد بيرته ښې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button