اسمعيل خان خبرو ته د طالبانو غبرګون:څوک چې د اشغال پای ته رسولو هڅې کوي، له سياسي دفتر سره دې اړيکه کې شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۹) شاوخوا څلور ورځې مخکې د هرات پخواني والي او د پخواني جهاد مشر اسمعيل خان په يوه غونډه کې، د دولت مخالفو وسله والو ته بلنه ورکړه ترڅو له پخوانيو مجاهدينو سره د سولې اړوند خبرې وکړي.

اسعميل خان وويل، که طالبان له حکومت سره د خبرو اراده نه لري نو د پخوانيو مجاهدينو سره دې مخامخ خبرې وکړي ترڅو افغانستان کې روان ناورين پای ته ورسېږي او په ګډه به په هېواد کې يو شرعي نظام قايم کړي.

تازه د اسعميل خان خبرو ته طالبانو غبرګون ښودلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، (اسلامي امارت اساسا د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي چې د هیواد د روانې لانجې د واقعي هواري په اړه تر سره کیږي).

د ښاغلي مجاهد په خبره، د تېرو اوولسو کلونو په موده کې د پخواني جهاد مشران د (اسلامي امارت مشرتابه په خپلو پيغامونو کې په درنښت مخاطب کړي) او له هغوی يې په روان جهاد کې د ورګډېدو غوښتنه کړې، په وينا يې (اشغالګر) هيڅکله افغانستان او افغانانو ته د خير رسولو اراده نه لري.

طالبان وايي: (د اشغالګرو د اشغالګرانه هڅو له امله هیواد ورځ تر بلې د بحران خواته بیول کیږي او نن دوی خپله هم دا حقیقت درک کړی چې اشغالګران د افغانستان د جوړولو په پلمه د هغه د تباه کولو په لټه کې دي.)

طالب وياند وايي، دا چې اسمعيل خان د پخوانيو جهادي مشرانو په استازولۍ له دوی څخه د خبرو او يوې هوکړې ته د رسېدو غوښتنه کړې زياتوي چې (اسلامي امارت هر هغه چاته چې د دغې غمیزې چې د هیواد اشغال دی دپای ته رسیدو لپاره هلې ځلې کوي او د اشغالگرو حمایت نه کوي هغه که جهادي شخصیتونه وي اویانورڅوک، ټولوته بلنه ورکوي چې د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره د تفاهم لپاره وویني ترڅو په افغانستان کې د بهرني اشغال د خاتمي، اسلامي نظام د حاکمیت او سولې د لارو چارو په اړه خپل نظریات سره شریک کړي).
د يادونې ده، چې د کابل پروسې په وروستۍ ناسته کې ولسمشر غني له طالبانو د سولې او مذاکراتو غوښتنه وکړه خو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button