غزل

عرفاني
په خمار حُسن دې کتاب لیکمه
نوم دې پر پاڼو د ګلاب لیکمه

زه یم خطیب ته مخاطب شه راته
ښه په تفصیل درته خطاب لیکمه

داچې خړپړ یې په ګردونو باندې
له مینې تا ابو تـــــــراب لیکمه

راټولومه ستا د ژونـــد افسانې
هر یو عمل دې باب په باب لیکمه

راتلونکي نسل ته تاریــخ جوړوم
خــوږې، تــرخې د انقلاب لیکمه

تشریح کوم ټول مضامین د جهاد
ګوره په نیت یې د ثـــواب لیکمه

عرفاني تاچې کوم یو سوال کړئ ؤ
اوس د هغه درتـــه ځواب لیکمه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button